ليکنه: ارشد علي
په پښتني ټولنه کې چې د ښځو پر وړاندې ګڼ شمېر ننګونې موجودې دي، د یوې مېرمنې دومره شهرت یوازې او یوازې د ډېر زحمت او جرأت پایله کېدای شي. آغلې بانو د خپل ژوند په اوږدو کې ګڼ شمېر داستاني آثار وپنځول او د یوې لوستې پښتنې مېرمنې په توګه یې خپل مسولیت ادا کړ. د نوموړې په مړینې سره د پښتو ادب یوه سرشاره چینه وچه شوه. په دې لیکنه کې یې د ژوند او فن په اړه خبرې شوي دي.
مېرمن بانو څوک وه؟
د پښتو داستاني ادب دې پیاوړې لیکوالې د “۱۹۳۸ز” کال د جون پر اتلسمه نېټه دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. د زېږېدو ځای یې د پېښور، “سپينه وړۍ” کلی دی. دا چې آغلې بانو په یوه متدینه او ادبپاله کورنۍ کې زېږېدلې/لویه شوې وه؛ نو ځکه د یوې شاعرې او لیکوالې په توګه څرګنده شوه. د نوموړې پلار “پیر سید سلطان محمود” او نيکه “عبدالقدوس تندر” هم پیاوړي شاعران وو.
زيتون بانو د پوهې او ادب سره د مینې له کبله تر خپله وسه لوړې زده کړې وکړې. د خپل تعليمي ژوند په لړ کې یې درې ماسټریانې ترلاسه کړې. نوموړې د اسلامیاتو، پښتو او اردو ادب په برخه کې دا علمي درجې ترلاسه کړې وې. لومړنۍ او د لیسې زده کړې یې د پېښور په اسلامیه کالجېټ او الیزابیت د نجونو په لیسه کې ترسره کړي دي.زيتون بانو د لیکوالۍ ترڅنګ په پېښور راډيو او تلویزیون کې هم دندې ترسره کړي دي. ورسره ـ ورسره د باچاخان د ټولنیز خوځښت (خدایي خدمتګارانو) یوه فعاله غړې هم پاتې شوې ده.
ادبي ژوند:
که د پښتو په داستاني ادب کې د مېرمنو د ونډې خبره کوو؛ نو واضحه خبره ده چې په لومړيو کرښو کې به د آغلې “زیتون بانو” نوم وي. نوموړې یو له هغو لیکوالو ده، چې شاعري یې لږه کړې او خپل ټول قوت یې په افسانه نګارۍ (کیسه لیکنه) کې ازمایلی. د کیسو سوژې یې ټولنیز دي او تر ډېره د پښتنو مېرمنو د ژوند پر ستونزو، ربړونو او کړاونو غږېږي.
د نوموړې ګڼ شمېر ډرامې د فلم په بڼه جوړې شوې او د پاکستان د دولتي تلویزیون له لارې خپرې شوي دي. د ادبي هلو ځلو له کبله ورته د پاکستان حکومت د “تمغه امتیاز” لقب هم ورکړی دی. همدارنګه په “۲۰۱۶م” کال کې دملګروملتونو (يو اين ايف پي اې) او (يو اين ويمن) په يوه غونډه کې د پښتو ادب د لومړۍ مېرمنې لقب هم ورکړ.
تر دې دمه یې ګڼ شمېر آثار پښتو ژبې او ادب ته ډالۍ کړې دي. نوموړې د شعرونو ترڅنګ، یوه د ډارمو ټولګه او ګڼ آثار یې د افسانو په برخه کې پنځولي دي. ځينې مشهور آثار یې عبارت دي له: زما ډایري، هنداره، د شګو مزل، مات بنگړي، منجیله، نېزه وړی، ژوندي غمونه، خوبونو، منجیله، د خاورو څلی او …
زیتون بانو د پښتو د لومړي صف افسانه نګاره وه.
لیکواله زیتون بانو
میرمن زیتون بانو د پښتو ژبې پيژندل شوې افسانه نګاره ، ښه شاعره او د راډیويي پروګرامونو ویانده ده.د نوموړې دیارلس د شعر او نثر کتابونه چاپ شوي دي. نوموړې تر کلونو کلونو پورې دپېښور په راډیو کې په بیلا بیلو څانګو کې کار هم کړی دی.
میرمن زیتون بانو د ماسټرۍ درې ډګریانې هم اخیستي دي. ددې پښتنې لیکوالې سره د مشال راډیو همکار خالد خان د هغې د ژوند او کار په هکله خبرې کړي دي، چې لاندې يې اوریدلای شئ:
زیتون بانو / مشال مرکه
د دې ووبپاڼې د ټولو مطالبو حقوق له مشال راډیو سره خوندي دي
د زيتون بانو وفات:
د پښتو ژبې مشهوره لیکواله، خبریاله او شاعره زیتون بانو د ۸۳ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له کبله پېښور کې وفات شوه. زیتون بانو د لیکوالۍ او شاعرۍ تر څنګ په پېښور راډیو کې د پروډیوسرې په توګه هم دنده درلوده او څه موده ښوونکې هم پاتې شوې وه.
زیتون بانو له کم عمرۍ د شعر لیکل پیل کړي وو او وروسته یې د نثر په برخه کې هم ډېر کار کړی او ګڼ شمېر لنډې کیسې، ناولونه او ډرامې یې لیکلې دي.
د پښتو ژبې ادیب او شاعر او د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون د پښتو څانګې مشر اباسین یوسفزي د زیتون بانو د لیکوالۍ په هکله بي بي سي ته وویل:
زیتون بانو د پښتو کیسې ته نوی رنګ ورکړ، په ځانګړې توګه ټولنیزو مسایلو او ښځینه مسایلو کې زیتون بانو داسې څه ویلي، چې دا خبرې مخکې زموږ په کیسو کې نه لیدل کېږي، پر همدې بنسټ موږ ویلای شو چې زیتون بانو یوه انقلابي لیکواله ده”.
اعلان
ښاغلی یوسفزی وايي، زیتون بانو داسې مهال لیکوالي پیل کړه، چې ښځینه لیکوالو ته په زغرده خپله خبره کول خورا ګران کار و او له همدې کبله نوموړې په ادبي کړیو کې ډېره ستایل شوې ده.
نوموړی زیاتوي: “زیتون بانو په خپل وخت کې د لارې ډېر اغزي په خپل پړوني کې ټول کړل او د پښتنو مېرمنو لپاره یې د ادب او رسنیو په برخه کې لار هواره کړه”.د زيتون بانو دغه پښتو اثار چاپ شوي دي: هنداره- لنډې کيسې، مات بنګړی- لنډې کيسې، ژوندي غمونه- لنډې کيسې، خوبونو- لنډې کيسې، زما ډايري- لنډې کيسې، نېزه وړی- لنډې کيسې، د شګلو مزل- په ټولنيزه کچه د ښځو ستونزې او داسې ځينې نور کتابونه هم شامل دي.
نوموړي د پښتو تر څنګ په اردو ژبه هم ليکوالي کړې ده.
زیتون بانو ته د ادبي خدمتونو له کبله پاکستان حکومت د (تمغه امتیاز) په نامه جایزه هم ورکړې.
د زیتون بانو جنازه د چارشنبي په روځ په پېښور ورسک روډ سیمه کې ادا شوي وه.


