سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا زده‌کړو ته د افغان ښځو او نجونو د لاسرسي پر حق...

امریکا زده‌کړو ته د افغان ښځو او نجونو د لاسرسي پر حق ټینګار کړی.

ویب ډیسک

د کابل لپاره د امریکا سفارت “علم کې د ښځو او نجونو” د نړیوالې ورځې په مناسبت یو ځل بیا زده‌کړو ته د افغان ښځو او نجونو د لاسرسي پر حق ټینګار کړی.

دغه سفارت د افغان نجونو د روباټیک ټیم کار او فعالیت ته په اشارې سره ویلي، چې دوی د هیلو او زیار غوره بېلګه ده.

د افغان نجونو د روباټیک ټیم له هغه وروسته قطر ته لاړ چې طالبان واک ته ورسېدل او افغانستان کې امنیتي وضعیت ترینګلی شو.

د امریکا سفارت وايي، که افغان ښځو او نجونو ته فرصت ورکړل شي، کولای شي په خپل نوښت سره راتلونکی کې د ټکنالوژۍ پر بنسټ د تخلیقي نړۍ په جوړولو کې مرسته وکړي.

دغه سفارت ټینګار کړی چې افغان ښځې او نجونې د هرې کچې زده‌کړو ته د لاسرسي حق لري.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د نجونو پر مخ د منځني او عالي لېسو او ټولو پوهنتونونو دروازې تړلې دي. هغه کړنه چې د افغان ولس او نړیوالې ټولنې له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه