ويب ډیسک
په ترکیه او سوریه کې په سختو زلزلو کې د مړو شوو کسانو شمیر وار په وار ډیريږي او لا هم د ژغورنې چارې او تر خرابیو لاندې د خلکو لټون ادامه لري. په ترکیه کې د مړو شمیر ۱۶۵۱ او په سوریه کې بیا ۹۷۰ کسان ښوول شوی دی. ترکیې د اوو ورځو له پاره ملي ماتم اعلان کړی دی. نړیوالو له ترکیې او سوریې سره د مرستو خبره کړې ده. ترکیې بیا د ناټو له متحدینو څخه مرستې غوښتې دي.
د دوشنبې په سهار وختي د ترکیې په غازي عنتاب کې یوه زوروره زلزله وشوه چې د ریښتر په کچه یې شدت ۷،۸ درجې وو، تر هغې وروسته دوهمه زلزله هم شوې. زلزلې په سوریه کې هم سخت ځاني او مالي زیان اړولی دی. زلزله دومره قوي وه چې جټکې یې په قبرص او مصر کې هم محسوس شوي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغه هیواد کې د اوو ورځو له پاره ملي ماتم اعلان کړی دی او ویلې یې دي چې د فبرورۍ د ۱۲ نېټې تر لمر پریوتو پورې به په هیواد او په بهرنیو سیاسي استازولیو کې بېرغ نیم ځوړند وي.
د ژغورنې چارې لا هم ادامه لري او داسې اندیښنې هم شته چې ښایي د تلفاتو شمیر لا پسې لوړ شي.


