دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان کرېکټ بورډ وایې له افغانستان سره راتلونکي میاشت رسمي سیالۍ...

د پاکستان کرېکټ بورډ وایې له افغانستان سره راتلونکي میاشت رسمي سیالۍ لري.

ویب ډیسک

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر نجم سیټي د افغانستان او پاکستان تر منځ د دری شل اوریزه لوبو د ترسره کولو پخلی کړی او ویلي یې دي “دپاکستان کرېکټ لوبډله به د مارچ میاشتې په وروستیو کې له افغان لوبډلې سره دری شل اوریزه لوبې وکړي.”
ښاغلي سټي نن یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل “دری واړه شل اوریزه لوبې به د شارجې په لوبغالي کې ترسره شي.”
نوموړي له دې وړاندې وړمه اونۍ ویلي و چې که د پاکستان حکومت اجازه ورکړي له افغانستان سره به پلان شوې سیالۍ رسمي اعلان کړي.
افغانستان له دې لوبو مخکې له متحده عربي اماراتو سره هم دری شل اوریزه لوبې لري.
د مارچ په میاشت کې له متحده عربي امارتو او پاکستان سره د دې لوبو لړۍ افغان لوبډلې او مینه والو ته ځکه هم مهم پرمختګ دی چې له دې وړاندې اسټرالیا له افغان لوبډلې سره لوبلړۍ لغوه کړي.
د دریو یو ورځنیو لوبو دا لوبلړۍ ټاکل شوې وه چې د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي امارتو کې په همدې مارچ میاشت کې وشي خو اسټرالیا په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو د اندېښنو له کبله له افغانستان سره د لوبې نه کولو اعلان وکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه