سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهامریکا وايي: د افغانستان سرپرست حکومت سياستونه ميليونونو کسانو ته د...

امریکا وايي: د افغانستان سرپرست حکومت سياستونه ميليونونو کسانو ته د مرستو د لېږد لړۍ ګواښي.

ويب ډیسک

افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وسټ د کډوالو نړيوال سازمان، روغتيا نړيوال سازمان او د نورو هغو مرستندويه سازمانونو له رهبرۍ سره ليدلي، چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې فعاليت کوي.

توماس وسټ ويلي، په جنيوا کې يې له يادو سازمانونو يو ګډ ځواب ترلاسه کړ او هغه دا چې د طالبانو سياستونه ميليونونو کسانو ته د مرستو د لېږد لړۍ ګواښي.

ښاغلي وسټ زياته کړې، د بشري حقونو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د وضعيت په خرابېدو سره بايد د بشري حقونو برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورټر ريچارد بنټ له کار او راپور څخه ملاتړ وکړو.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان خلک په ځانګړي ډول ښځې او نجونې مدني، سياسي، اقتصادي، ټولنيز او کلتوري حقونو ته د لاسرسي په برخو کې له ګڼو ننګونو او شاه‌تګ سره مخ دي، چې دې چارې ګڼې اندېښنې راپورته کړي.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی د طالبانو وروستيو اقداماتو په پار پاکستان، جرمني او سويس ته سفر کړی، څو د امريکا له متحدينو، افغانانو او مرستندويه سازمانونو سره په افغانستان ک د ګډو ګټو په اړه سلا مشورې وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه