ويب ډیسک
ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیراکرم د خپلو هغو څرګندونو له امله بښنه وغوښته، چې په افغانستان کې د نجونو پر لوړو زده کړو لګول شوي بندیزونه یې مذهبي نه؛ بلکې د پښتني کلتور برخه ګڼلې وه.
منیراکرم دغه خبرې د تېرې چارشنبې پر ورځ افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه یوې غونډې کې کړې وې.
ملګرو ملتونو کې د پاکستان دغه دایمي استازي د افغان سیاسونو، مدني فعالانو، د پښتونخوا د سیاسي او مدني فعالانو او عامه افغانانو تر «سختو» نیوکو او غبرګونونو وروسته نن جمعه د خپلو خبرو او څرګندونو بخښنه غوښتې ده.
هغه پر خپل رسمي ټویټر لیکلي دي چې د افغانستان د بشري حالت په اړه جوړې شوې غونډې کې د خپلو څرګندونو بخښنه غواړي: »زما خبرې ناسمې وې او هغه د پاکستان د دریځ سم انعکاس نه و. زه پښتني کلتور ته بشپړ درناوی لرم. له زده کړو د ښځو منع کول نه اسلامي دي او نه هم د پښتني کلتور برخه.»
د چهارشنبې د ورځې په غونډه کې هغه ویلي وو :« زما له نظره د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا لګول شوي محدودیتونه ډېر مذهبي اړخ نه لري مګر د کلتور له نظره دا د پښتنو کلتور کې عجيبه خبره ده. هغه زیاته کړه هغه کلتور چې « ښځې په کور کې پاتې کیدو ته اړوي» دا د افغانستان عجیب او ځانګړی حقیقت دی چې په سلګونو کلونو کې نه دی بدل شوی.»
دغو څرګندونو ته افغانستان کې دننه او بهر پراخ غبرګونونه وښودل شول. خیبرپښتونخوا یو شمېر سیاسیونو او برحاله حکومتي مقاماتو هم د هغه خبرې د طالبانو په استازۍ ګڼلې وې.
طالبانو پرافغانستان له دویم ځلي ولکې وروسته پر نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار بېلابېل بندیزونه لګولي دي.
موده وړاندې یو شمېر طالب چارواکیو هم دا خبره کړې وه، چې « نجونې له زده کړو منع کول د افغانانو د کلتور برخه ده»، چې وروسته افغانانو په بېلابېلو غبرګونونو کې د طالب چارواکیو دغه څرګندونې رد کړې.


