یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهفواد چوهدري وایي، ترهګر پاکستان کې بریدونه کوي او بېرته افغانستان ته...

فواد چوهدري وایي، ترهګر پاکستان کې بریدونه کوي او بېرته افغانستان ته تښتي.

ويب ډیسک

د پاکستان د اطلاعاتو پخواني وزیر فواد چوهدري وایي، ترهګر پاکستان کې بریدونه کوي او بېرته افغانستان ته تښتي.

فواد چوهدري همداراز ویلي دي چې د افغانستان طالبانو له مرستې پرته پاکستاني طالبان له منځه نه شي تللی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پېښور په پولیس لاین برید ته غبرګون کې ویلي ؤ چې پاکستان دې د برید څېړنه وکړي او د خپل بام واورې دې په نورو نه اچوي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني چارواکي پر طالبانو د ترهګرو د ملاتړ نیوکه کوي، له دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا‌ ثناء الله هم ویلي ؤ چې ترهګر په افغانستان کې ځالې لري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، پاکستان کې ناامني مخ په زیاتېدو ده.

د دې هېواد د شخړو او امنیت د مطالعاتو انسټیټوټ په یوه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ میاشت کې، د پاکستان په کچه ۴۴ بریدونه شوي چې ۱۳۴ تنه په کې وژل شوي او ۲۵۴ نور ټپيان دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه