ويب ډیسک
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وايي، پاکستان دې د پېښور وروستۍ چاودنې په اړه دقیقه څېړنه وکړي او افغانستان ته دې د ملامتۍ ګوته نه نیسي.
هغه دغه څرګندونې نن چهارشنه په کابل کې د طالبانو حکومت لخوا دمعتادینو درملنې ۵۰۰۰ بستریز روغتون د پرانیستلو مراسمو کې وکړې.
ښاغلي متقي زیاته کړې چې «اسلامي امارت» د سیمې په ګډون ټولۍ نړۍ او ګاونډیانو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان به د هیچا پر ضد ونه کارول شي.
نوموړي زیاته کړې: ” موږ ټولي نړۍ ته ځانګړې توګه ګاونديو هیوادونو ته دا ډاډ ورکوو چې له افغانستان څخه هيڅ ډول خطر چاته نه دى متوجه موږ سيمه کې امن غواړو.”
دا په داسې حال کې ده چې د تیرې دوشنبې په ورځ جنوري ۳۰ (سلواغه لسمه) د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار په یو جومات کې د ځانمرګي برید له امله شاوخوا ۱۰۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۱۵۰ تنه نور ټپیان شول.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر دې مخکې د پېښور یو جومات کې برید غندلی و او د پېښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې وه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: “اسلامي امارت په مساجدو کې کې پر عبادت کوونکو باندې برید غندي او داسې کړنې د اسلام د مبارک دین له احکامو سره په تضاد کې بولي”
تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
پاکستاني چارواکو تر دې مخکې په وار وار ادعا کړې چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو د افغانستان تیر حکومت او اوس مهال طالبانو د پاکستاني چارواکو ادعاې رد کړي دي.


