ويب ډیسک
د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) له طالبانو غوښتي چې افغانې نجونې دې بې له ځنډه او بې له کوم بحث څخه زدهکړو ته پرېښودل شي.
د دې سازمان د شمېرو له مخې، افغانستان کې نږدې ۱٫۱ میلیونه نجونې له ښوونځيو او نږدې سل زره نجونې له لوړو زدهکړو بېبرخې دي.
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی دی.
یونسکو دا طالبانو دا پرېکړه (وېجاړونکې) بللې او ویلي یې دي، افغانستان به نړۍ کې په یوازیني داسې هیواد بدل شي چې نجونې په کې زدهکړو ته لاسرسی نه لري.
یاد سازمان ټينګار کړی چې د هېواد پرمختګ لپاره باسواده ښځې اړینې دي او زیاته کړې یې ده، «د هر هېواد چې نیم نفوس له زدهکړو او ټولنیز مشارکته بې برخې وي، هغه هېواد پرمختګ نه شي کولای.»
طالبانو نږدې میاشت وړاندې «تر امر ثاني» پورې د نجونو په لوړو زدهکړو او په نادولتي موسسو کې د ښځو په کار بندیز ولګاوه، خو د امرثاني د راتګ هېڅ څرک نه لیدل کېږي.


