دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهجان ایګلنډ: موږ له ښځینه کارکوونکو پرته ښځو او ماشومانو ته مرستې...

جان ایګلنډ: موږ له ښځینه کارکوونکو پرته ښځو او ماشومانو ته مرستې نه شو رسولای.

ویب ډیسک

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي وایي، موږ له ښځینه کارکوونکو پرته ښځو او ماشومانو ته مرستې نه شو رسولای.

جان ایګلنډ چې نن کابل ته په سفر تللی ویلي یې دي، په کورنیو او بهرنیو نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته، د ناروې د کډوالو شورا اړ شوه، چې خپلې هڅې ودروي.

ښاغلي ایګلنډ زیاته کړې، زموږ دفترونه نږدې خالي دي او ټولو افغانستان کې مو چارې په ټپه ولاړې دي، د ښځینه او نارینه کارکوونکو پرته موږ نشو کولای خپلې حیاتي مرستې بېرته پیل کړو.

د ناروې د کډوالو شورا عمومي منشي همداراز ویلي، NRC د جامو، سفر او د کار ځای لپاره ټولو دودیزو افغاني ارزښتونو ته درناوی کوي او افغانستان کې د ۷۰۰ زره کسانو سره د مرستې لپاره د ۴۶۹ ښځو کار کولو ته اړتیا لري.

له دې وړاندې بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږوونکي مارتین ګریفټس هم ویلي ؤ، که د طالبانو لخوا د ښځو پر کار بندیز لرې نه شي، د ملګرو ملتونو مرستې دوام نه شي کولای.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه