سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهولې پر درملتونونو د مار ا ود د جام انځور ونه لګول...

ولې پر درملتونونو د مار ا ود د جام انځور ونه لګول کیږي ؟

لیکنه : ډاکټر لطیف یاد 

که چیرې مود ځینو درملتونونو (Pharmacy / Chemist )لیکدړو ( لو حو ) ته پام کړی وي نو پر لوحو اوبورډونو یې دمار او دیوه جام انځور لیدل کیږي . ددغه انځور لرغونتوب پخواني یونان ته رسیږي.وایی چې په پخواني او لرغوني یونان کې یوه ورځ دیونان د ستر پهلوان اپولو زوی اسکولاپ دیوه ناروغ په درملنه بوخت و چې ګلا ئوکس نومیده ،په دغه وخت کې ناڅاپه یو مار ( منګور) داسکولاپ ددرملنې خونې ته راننوت اواسکولاپ دغه مارپرخپلې امسا ء ( کونټي ) سره وواژه .په دغه وخت کې یو بل مارراغی یوڅه بوټي ورسره ول او هغه یې د وژل شوي مارپه خوله کې کیښودل اوهغه ماربیرته ژوندی شو ، وروسته اسکولاپ چې دا ولیدل نودهغه بوټو نه یې دخپل ناروغ دعلاج لپاره هم ګټه واخیستله او هغه هم روغ او جوړشو.

دمار او دجام په اړوند بل افسانوي روایت دادی چې په پخواني روم کې طاعون یا وباء راغلې وه او مار دروم ښار له طاعونه وژغوره نوځکه خلکو ده ته دمننې په دود دشرابو ډک جام کیښود چې ویې څښي چې تر هغه وروسته مار او جام دروغتیادسمبول په توګه ومنل شو.

همداراز دمارزهر دډيرو ناروغیو ددرملنې لپاره او دمار غوړي دبدن دعضلو او هډوکو ددرد اوروماتیزم لپاره هم ګټور دي نو ځکه مار دروغتیاسمبول ګڼل کیږي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه