ويب ډیسک
د افغانستان په کورنيو او نړيوالو غير دولتي بنسټونو کې پر ښځو د کار له بنديز وروسته د دغه هېواد لپاره د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ دفتر (يوناما) ويلي، چې دغه بنسټ به د خپلو ټولو ښځينه افغان کارکوونکو بستونه وساتي او د هغوی معاشونه هم ورکوي.
يوناما د خدماتو ښه وړاندې کولو برخه کې د ښځينه همکارانو رول اړين بللی او ويلي يې دي، دوی به د خپلو ټولو ښځينه کارکوونکو بستونه وساتي او پر ځایونو به يې نارينه کارکوونکي ونه نيول شي.
يوناما دغه خبره داسې مهال کوي، چې طالبانو د يو فرمان په صادرولو سره د افغانستان ټولو ملي او نړيوالو غير دولتي بنسټونو کې د ښځينه کارکوونکو پر کار بنديز اعلان کړی.
د افغان ښځو اړوند د طالبانو وروستي او نورو تصميمونو په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.


