ويب ډیسک
د تخار اوسيدونکي وايي چې نن سهار د دغې ولایت په مرکز تالقان کې چاودنې پنځه کسان ژوبل کړي دي.
په سیمه کې یوه عیني شاهد د نوم نه خپرولو په شرط وویل:«د سهار پر لسو بجو د تالقان په مرکزي څلور لارې کې چاودنه شوې ده.»
ویل شوي، سیمه کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې ده؛ خو طلوعنیوز د تخار ولایت له پاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ د ویاند مبین ساپي له قوله خبر ورکړی چې په تالقان کې د چاودنې پر مهال پنځه کسان ټپیان شوي او ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه د دغې چاودنې پړه کوم چا یا وسله والې ډلې نه ده منلې.
په تخار کې نننۍ چاودنه داسې حال کې شوې، چې دوې ورځې وړاندې په بدخشان ولایت کې د موټربم برید پر مهال د دغې ولایت امنیه قومندان عبدالحق ابوعمر له دوو ساتونکیو سره ووژل شو.
طالبانو ویلي دي چې د بدخشان د حملې په تور یې څلور کسان نیولي دي. د بدخشان د موټربم برید مسئولیت داعش وسله والې ډلې منلی دی.


