ويب ډیسک
د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی چې د دغه هېواد حکومت غواړي په واشنګټن کې د خپل پخواني سفارت ودانۍ وپلوري.
د ډان په حواله چې د سفارت یوه چارواکي ورته ویلي، حکومت غواړي د پيسو لاسته راوړلو په خاطر دا ودانۍ وپلوري او داوطلبۍ ته يې وړاندې شوې ده.
دغه ودانۍ چې د ۱۹۵۰کال له نیمایي څخه د ۲۰۰۰ م تر لومړیو پورې د سفارت رسمي ودانۍ وه، اوس سفارت غواړي د پيسو په لوړ بدل کې دا ودانۍ وپلوري.
یو پخواني سفیر ډان ته ویلي:”موږ لا دمخه د دې ودانیو په ساتلو کې ډیرې پیسې ضایع کړې دي”
بل پلو انډیا ټوډې ورځپاڼه وايي، چې پاکستان د دې ودانۍ لپاره په داوطلبۍ کي درې وړانديزونه يا بولۍ ترلاسه کړې دي، چې لومړۍ یې نږدې د ۶،۸ میلیونه ډالرو د قيمت وړانديز دی. تر نورو ټولو وړانديزونو جگ دغه وړانديز د يوې داسي يهودۍ ډلي له خوا شوی دی چې غواړي په ودانۍ کې کنیسه یا د يهوديانو « عبادتځای» جوړ کړي.
په راپور کې ویل شوي، په دویم ځای کې یو هندي شرکت دی چې شاوخوا پنځه میلیونه ډالره بولۍ لري، ورپسې د پاکستان یو شرکت دی چې د شاوخوا څلور میلیونه ډالرو داوطلبي ده. خو د پاکستان سفارت په رسمي توګه تر اوسه دا نه ده تایید کړې او ویلي چې داسې کوم پلان نه لري.


