سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهارجنټاين د فوټبال نړیوال جام اتلولي وګټله

ارجنټاين د فوټبال نړیوال جام اتلولي وګټله

ويب ډیسک

د ارجنټاين ملي لوبډلې د فوټبال نړیوال جام پای‌لوبه کې فرانسې ته ماتې ورکړه او دریم ځل لپاره یې نړیوال جام وګاټه.

د دغه لوبې ټاکل شوي ۹۰ دقیقې ۲-۲ مساوي پای‌ته ورسېدې خو د پایلې معلومېدو لپاره یاده سیالۍ ۳۰ دقیقې نوره وغزېده چې بیا هم ۳-۳ مساوي شوه او د پېنالټۍ پړاو کې ارجنټاين وتوانېده چې ۴-۲ له فرانسې مخکې شي.

دا په داسې حال کې ده چې ارجنټاين فوټبال ملي لوبډلې له دې وړاندې هم دوه ځلې نړیوال جام ګټلی دی.

#FifaWorldcup2022Qatar

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه