ويب ډیسک
د طالبانو حکومت دفاع وزارت په کابل کې د افغان انجنیرانو لخوا د دوو پوځي الوتکو د ترمیم او فعالولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت نن یکشنبه ډسمبر ۱۸ (لېندۍ ۲۷) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه «MI-35» او «C-208» ډوله طیارې د تخنیکي ټېمونو لخوا بیا ترمیم او الوتنې ته چمتو شوي دي.
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په وینا د تخریب شوو طیارو بیرته فعالولو او ترمیم چارې د دغه وزارت د هوايي ځواک د انجنیرانو لخوا روانې دي.
د افغانستان د تیر حکومت د سقوط پرمهال، د دغه هیواد په زیات شمېر کې الوتکې ګاونډیو هیوادونو ته انتقال شوې، خو یو شمېر چې په افغانستان کې پاتې وې، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مخکې تخریب شوې وې.
تر دې مخکې د افغانستان د پخواني حکومت د دفاع وزارت یو جنرال محمد رادمنش امریکا غږ ته ویلي و چې د تیر ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط پرمهال د افغانستان د پخواني هوايي ځواک د ۲۰۸ طیارو او هلیکوپترو څخه شاوخوا ۶۲ هلیکوپترې تاجیکستان او ازبیکستان ته انتقال شوي دي او څه باندې ۱۰۰ طیارې او هلیکوپترې په افغانستان کې پاتې شوي دي چې د هغه له ډلې ۲۰ طیارې او هلیکوپترې څه ناڅه فعالې وې او پاتې نورو ترمیم ته اړتیا لرله.


