سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهتاجکستان وايي :افغانستان کې د ثبات غوښتونکی دی او دغه برخه کې...

تاجکستان وايي :افغانستان کې د ثبات غوښتونکی دی او دغه برخه کې له پاکستان سره په ګډه کار کوي.

ویب ډیسک

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان اسلام‌اباد ته د خپل دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف سره له لیدنې وروسته یوې ګډې خبرې غونډې ته ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د ثبات غوښتونکی دی او دغه برخه کې له پاکستان سره په ګډه کار کوي.

امام علي رحمان وایي، افغانستان کې باید داسې حکومت رامنځته شي چې د ټولو قومونو او لورو د منلو وړ وي او دغه برخه کې په نړیواله او سیمه‌ایزه کچه د رغنده هڅو ملاتړ کوو.

د تاجیکستان ولسمشر همداراز ویلي، موږ تر ټولو ډېر په ځورېدلي افغانستان کې د سولې او ثبات د رامنځته کېدو او د ملي رضایت سره لېوالتیا لرو.

که څه په دغه خبرې غونډه کې د پاکستان صدراعظم د افغانستان په اړه یادونه ونکړه خو له دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د یوې خبرې غونډې پر مهال ویلي ؤ، د طالبانو پر وړاندې د نړیوالو د صبر کاسه مخ په نسکورېدو ده او پاکستان به له نړیوالۍ اجماع پرته دغه ډله په رسمیت ونه پېژني.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه