ويب ډیسک
یو شمېر عیني شاهدانو یو ځل بیا د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند چمن سره پر پوله د طالب او پاکستاني سرتیرو ترمنځ د نښتې خبر ورکړی دی.
د دوی په وینا طالب سرتیرو نن پنجشنبه ډسمبر ۱۵ (لېندۍ ۲۴) د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند په «شیرو اوبو» سیمه کې امنیتي پوستې جوړولې چې پاکستاني سرتیرو یې مخالفت کړی دی.
د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ کمیسارۍ یوې سرچینې ځايي خبریالانو ته ویلي چې دغه جګړه له دروازې څخه لیري رامنځته شوې ده چې اوس هم روانه ده.
دغه سرچیني همدارنګه ویلي چې پاکستاني سرتیرو په سپین بولدک ولسوالۍ کې د عامو خلکو پر کورنو د هاونونو ویشتل پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تیرې یکشنبې په ورځ هم په دغه سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ جګړه رامنځته شوې وه.
د طالب چارواکو په وینا دغه جګړه کې یو طالب سرتیر وژل شوی او لس طالب سرتیري او درې عام وګړي ټپیان شوي و.
پاکستاني چارواکو هم ویلي و چې د تیري یکشنبې ورځې په جګړه کې شپږ پاکستانیان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي وي.


