ويب ډیسک
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر (يوناما) د مدني ټولنې فعالې ظریفې یعقوبي خوشې کېدو هرکلی کړی.
نن سهار د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیې کوفي خبر ورکړ چې ظریفه یعقوبي کابل کې خوشې شوې ده.
یوناما همداراز په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، یو ځل بیا له طالبانو غواړو چې د نورو فعالینو د ځای په اړه زموږ تکراري غوښتنو ته په بېړنۍ توګه ځواب ووايي.
ظریفه یعقوبي او د هغې څلور تنه نارینه همکاران د اکتوبر په ۱۲مه هغه مهال ونیول شول چې د برابرۍ لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ مطبوعاتي کنفرانس کې یې ګډون کړی ؤ.


