سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل ښار په شهرنو کې انصاري څلورلارې ته نږدې د څو چاودنو...

کابل ښار په شهرنو کې انصاري څلورلارې ته نږدې د څو چاودنو او ډزو خبر ورکړل شوی دی.

ويب ډیسک

د دوشنبې په ورځ د (دسمبر ۱۲) له غرمې وروسته د کابل ښار په شهرنو کې انصاري څلورلارې ته نږدې د څو چاودنو او ډزو خبر ورکړل شوی دی.

د پېښې یوه عیني شاهد غني دویچه ویله ته وویل چې دا چاودنې د انصاري څلورلاري په لومړۍ کوڅه کې د کابل په نوم هوټل سره شوې. نوموړی وایي:«نږدې څوک نه دي ورغلي، خو څلور پنځه چاودنې وشوې، وروسته ډزې هم شوې او اوس هم د ډزو غږونه اوریدل کیږي.»

د پیښې دغه عیني شاهد زیاتوي، چې اوس سیمه د طالبانو ځواکونو کلابنده کړې ده او د تلفاتو معلومات یې نه شته. طالبانو په سمدستي توګه د دغه پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې فیرونه هغه میلمستون ته څیرمه شوي چې چینایي سوداګر ورځي.
د رویټرز خبري اژانس هم د طالبانو د دوو سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې برید پر هغې ودانۍ شوی، چې بهرنیان پکې اوسیږي؛ خو د دغو سرچینو نومونه نه دي یاد شوي.

شهرنو د کابل یوه له مهمو سوداګریزو برخو ده او د کابل یو شمېر مهم هوټلونه هم پکې شته، چې تر ډېره بهرنیان پکې اوسیږي.

کابل کې پر یوې ودانۍ د وسله‌والو له برید وروسته، د طالبانو د پولیسو ویاند وايي، امنیتي ځواکونه د پېښې سیمې ته رسېدلي او چاڼیز عملیات یې پیل کړي دي.

خالد ځدراڼ وايي، د کابل په شهرنو سیمه کې د یوه هوټل ودانۍ چې نن غرمه پرې برید شوی، هغه ځای دی چې عام وګړي په کې اوسېږي.

د راپورونو له مخې، ویل کېږي چې دغه ودانۍ کې چینایي وګړي مېشت دي.

د دې چاودنې اصلي موخه او عاملین تر اوسه معلوم نه دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه