ویب ډیسک
د افغانستان د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال د الوتنې یو عکس په خپرولو سره د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د سفر خبر ورکړی دی.
زاخېلوال که څه هم د یاد سفر موخې او ځای په هکله څه نه دي ویلي، خو په یوه توېټ کې یې لیکلي چې “موږ به ژر بېرته راشو، انشاءالله”.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د سفر اجازه ورکول کېږي.


