ویب ډیسک
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند حفيظ ضياء احمد وايي، چې په بهرنيو چارو کې د پاکستان د دولت وزيرې حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوی کابل ته راورسېده.
نوموړي په خپل ټوېټر ليکلي، چې ياد پلاوی د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي سره د ليدو لپاره د بهرنيو چارو وزرات په لور روان شو.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې ويلي ؤ، چې ياد پلاوی به کابل کې له طالبانو سره پر سياسي موضوعاتو سربېره، د دوه اړخيزو اړيکو، پوهنې، سوداګرۍ او پانګونې، سيمهييزو اړيکو او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.


