دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهيو سړی وو چې انګرېز سامراج يې ولړزاوئ

يو سړی وو چې انګرېز سامراج يې ولړزاوئ

ليکنه: فضل آشنا

په شلمه پېړۍ کې چې د ډېرو غښتلو اتلانو سياسي ژوند او مبارزه مطالعه شي ، نو د خان شهيد ” زما ژوند او ژوندون ” يواځنی هغه اپ بيتي يا ژوند ليک دئ، چې هر اړخيز ادبي، سياسي، فولکلوريکي ، او سيميزي پېښې په کښې خوندي دئ.

کله چې انګرېز په يورپ کې د نيپولين د عسکرو سره لاس و ګرېوان وو نو يې په 1797 کې د لوی افغانستان په خوا خپل د سامراجيت اسونه ځين کړل، تر شلمي پېړۍ پوري پښتنو ورسره پرله پسې وسلواله مبارزه وکړه . کله چې په ټوله نړۍ کې د جنګ کمبله پر ټولېدو سوه، نو پښتنو هم په جمهوري او تنظيمي سياست لاس پوري کړ .

حاجي صېب ترنګزي ليکي چې موږ به هر جنګ وګټۍ، خو موږ به ماتې وخوړل، علت يې دا وو، چي موږ تنظيم نه درلودئ، نو يې په 1909 کې د (حزب الله ) په نوم ګوند جوړ کړ . په 1929 کې د باچاخان خدائې خدمتګار او د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي په سياست کې لومړی ځل ګرفتاري د پښتنو د مرګوني بلا خوله وتړل او په يو سياسي تنظيمي چوکاټ کې يې مبارزه روانه کړه .

خان شهيد په خپل ژوند ليک کښې ليکې چې کله اول وار يې موږ څلور ملګري شاهي جرګې ته پېښ کړو نو د جرګې مشر خدائيداد خان راته وويل چې خانه ! ته د انګرېز څخه معافي واخله نو موږ جرګه به تا ازاد کړو .

ما ورته وويل ، چې که يې نه واخلم بيا ؟
د راته وويل چې بيا درې کاله زندان او که دي لاس ګري( ضمانت) نه وکړ دوه کله به نور زندان هم ګالې . ما ورته وويل چې ما ته تر معافي زندان ښه دئ.
بل وار چې يې بيا ورپېښ کړم د جرګې مشر راولاړ سو زما لاس يې په لاس کې ونيوئ سترګي يې د اوښکو ډکي سوې چي خان بس دئ … د انګرېز سره ډغره مه وهه .

ما ورته وويل چې ولي؟
د راته وويل چې په کمه ورځ دي دغه د ازادۍ لار اخيستې ده، موږ دي ټول په ولاړ درولي يو او انګرېز هم راسره په ولاړي ولاړ دئ.
په اول وار انګرېز په خپلو چغلخورو کې ډېر زياتوالی راوستی او هر ځای به يې د خان شهيد څارنه کول . کله چې خان شهيد د زندان څخه خلاس نو هندوستان ته ولاړئ، د کانګريس د مشر ګاندي جي سره يې پنځلس شپې تېري کړې، چي کله راغبرګ سو نو پر هر رېلوې تمځای ( اسټېشن) به يو شناخته کس روغبړ ورسره وکړ کله چې کوټي رېلوې تمځای ته راورسېدئ نو د پوليسو يو سرتيري يو کاغز ورکړ ، چې د پوليسو ستر مشر غوښتی يې .

خان شهيد بيا وايې چې کله د پوليسو مشر ته ورغلم هغه يو خط راکړ چې پښين ته ولاړ سه اې يي سي چي جعفر خان نومیدی او انګرېز پوليټيکل ټاډ ستا انتظار کوي ، او پر تا بنديز دئ کوټي ته به نه راځې .
خان شهيد وايې چي ما ورته وويل چې ولي ؟
پوليس مشر راته وويل چي څنګه ولي ستا د لاسه تر لاهوره ټوله پوليس شعبه څلرويشت ګهنټې پر ډيوټي ده ، او پر موږ ستا د لاسه چهټۍ بندي کړي دي …
خان شهيد پښين ته راغلی اې يې سي جعفر خان ورته وويل چي ولي داسي کوې ته خو ښه خان يې ښه د عزت ژوند تیروی. ته چيشي غواړې حکم وکه چې موږ يې درکړي ته ولي موږ ستړي کوې او ولي ځان ستړی کوې ؟
خان شهيد ورته وايې چې زه هم د دغه ستړيا دپاره راوتلی يم ، چي زموږ قام ولي ستړی دئ ؟ د دغه سوال ځواب لرې ؟
اې يې سي جعفر خان سر په دواړو لاسو ونيوئ، چې ورسه دننه د انګرېز پوليټيکل ټاډ سره لږ سم وضعيت وکه مجلس لږ د دوی په خوښه وکه هغه ډېر په خشم دئ…..
خان شهيد د پوليټيکل دوتر ته ور ننوزي، پښتني سلام ورته کوي او په چوکۍ کې کښېني ..
پوليټيکل چې د‌کوټي څخه راغلی وو خشم ورځې چې سلوټ دي ولي نه وکړ، او زما د اجازت څخه پرته ولي کښېنستې ؟
خان شهيد بابا ورته وايې چې زه مو څه ته رابللی يم ؟
پوليټيکل په خشم کې ورته خاندي او په خندا ‌کې ورته وايې چې زه ستاسو د کورنۍ په هکله ښه‌معلومات لرم ته خو ښه خان يې ښه درنه کورنۍ دي ده . ته ولي موږ تنګوې او ولي زموږ سره سر وهې کرار سه ..‌
خان شهيد وايې چې ما ورته د قام د خپلواکۍ، سيالۍ ، او ازادۍ مجلس وکړ او ټول مثالونه مې د انګرېز قام د ازادۍ په چوکاټ کې ورکړ ، ټاډ قانع وو، خو ښه ګړی ورسته يې راته وويل ، چې ته څه غواړي ؟
پېسې ، کارېز ، خاني ، په شاهي جرګه کښې مشرتوب ، اې يې سي چمن څه درکړم ؟
خان شهيد ورته وايې چې ازادي غواړم او خپل قام پر خپله مځکه اباد غواړم خپله خوښه غواړم …..
ټاډ ورته وويل چې ستا د لاسه زموږ د بلوچستان ټول سسټم په ولاړي ولاړ دئ ، ستا د لاسه مي هيڅ خوب نه دئ کړئ، خواست درته کوم چې دا د ازادۍ کسه ايله که دا ټول اوور تا بل کړی دئ ..
کنه وي. بيا به کوټې ته نه ځې پرتا بنديز دئ.او نه به څه سیاسي ډله جوړوې او نه به بيا تبليغات کوې ، که دي دا امر مات کړ …
بيا موږ خپله بله فيصله کوو …
ټاډ ولاړ سو غټه سا يې وکښه ..‌
خان شهيد وايې ما ورته وويل چې ما خپله فيصله کړېده زه خپله فيصله نه سم ماتولی ، تاسو خپله فيصله وکړئ ورسته به ګورو چې څه پیښیږي راووتم …..

#RememberingKhanShaheed
#KhanShaheed
#myrollmodelkhanshaheed
#PKMAP

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه