پښتو جرنل
کچلاغ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي کميټي د پريکړې د یاد ګوند ګوښه شوي عمومي سیکرټري مختیار یوسفزي مطبوعاتي غونډه کې اعلان کړې
د غونډې پریکړې په لاندې ډول دي .
مرکزي کميټي د ایستلو غړو وتل یو غیر آئیني ګام و باله او هغه پریکړه يي د منلو وړ و نه ولوله او هغه يي مسترد کړه .
د ګوند ادارې به بېرته له سره جوړيږي.
کمیټي پریکړه کړې چې ۲۷ او ۲۸ دسمبر په میاشتې کې به قامي کانګریس کیږي.
مرکزي کميټي به د بنو جرګې پریکړو عملي کولو لپاره به کار کوي
مرکزي کميټي د ګوند مشر نوې تګلاره مسترده کړه او پریکړه يي کړې چې ګوند به ۱۹۸۹ کال کې جوړ شوې تګلاره باندې به کار کوي او هغه تګلاره اوس هم د ګوند تګلاره ده .
مختیار یوسفزي په خپلو خبرو کې وویل چې موږ به هڅه کوو چې د ګوند مشر محمود خان اڅکزی دې ته راضي کړو چې هغه په قامي کانګریس کې ګډون وکړي .
مختیار یوسفزي وویل چې زه د مېلمه په هیث کوټې ته راغلم خو د پښتون دود په توګه ماته هرکلی ونه ویل خو زه يي له ګوند نه ویستلم


