ويب ډیسک
په کندهار ولايت کې د طالبانو حکومت سيمه ييز چارواکي وايي له پاکستاني لوري د سپين بولدک – چمن دروازې بيرته خلاصولو په اړه مذاکرات په برياليتوب سره تر سره شوه٠
د کندهار ولايت لپاره د طالبانو والي وياند حاجي زيد نن يکشنبه نومبر ٢٠ (لړم ٢٩) امريکا غږ ته وويل چې ټاکل شوې د سپين بولدک ـ چمن دروازې خلاصولو په اړه سبا دوشنبه پرېکړه وشي٠
پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ په سمدستي توګه د چمن دروازه وروسته تر هغه د موټرو او خلکو د تګ راتګ لپاره وتړله چې یو وسله وال شخص، د پاکستان په سرحدي ځواکونو ډزې وکړې، یو سرتیری یې ووژاه او دوه نور یې ټپي کړل.
پاکستاني چارواکو هغه مهال ويلي و تر څو چې ياد بريدګر دوى ته ونه سپارل شي دغه دروازه به خلاصه نکړي٠
خو د کندهار والي وياند وويل چې د دغه دروازې په بيرته خلاصولو کې هيڅ ډول شرط نه دى وړاندې شوى٠
نوموړي هغه اوازې په کلکه رد کړې چې ګواکي طالب چارواکو پاکستان ته هغه کس سپاري چې پر دوى يې ډزې کړي وې٠
تر یادې پیښې وروسته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نومبر ۱۵ (لړم۲۴) وویل چې د سپین بولدک ـ چمن داروزه کې د رامنځته شوي امنیتي پېښې په اړه د دوی د حکومت لخوا څېړنې پيل شوي دي.
نوموړيوویل چې هڅه به کوي چې په اینده کې د دا ډول پېښو مخه ونیول شي.


