ويب ډیسک
د سره صليب د نړيوالې کمېټې عملياتي مشر وايي، افغانان ستړي شوي دي او د خوراکي توکو له کمښت، ناروغيو او فقر سره مخ دي.
مارتین شوب چې افغانستان ته د خپل سفر په اړه یې خبر ورکړی، وايي د لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله د افغانانو ژوند سخت زیانمن شوی دی.
د هغه راپور له مخې چې نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه خپور کړی، افغانستان کې څه باندې ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او نږدې ۲۰ میلیونه وګړي د خوړو له شدید کمښت سره مخ دي.
د راپور له مخې په زرګونو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او ۹۰سلنه خلک د ورځې له ۱.۹۰ ډالرو څخه کم عاید لري.
د سره صليب عملياتي مشر وايي، د ژمي موسم په رانږدې کېدو سره هره ورځ د ميليونونو افغان کورنيو وضعيت خرابېږي او نړيواله ټولنه بايد په دې اړه ژر تر ژره اقدام وکړي.


