ویب ډیسک
د طالبانو حکومت د کډوالو اوستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو څخه د٣۵ افغان کډوالو د ازادېدو خبر ورکړى دى٠
ياد وزارت نن پنجشنبه ويلي چې دغه افغان کډوال د پاکستان زندان څخه تر خوشي کېدو وروسته د تورخم بندر له لارې هيواد ستانه شوي دي٠
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پاکستان حکومت لخوا په هغه هيواد کې د ګڼو افغان کډوالو د نيولو کېدو راپورونه ورکړل شوي دي٠
پاکستان ويلي چې دغه افغان کډوال يې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نيولي، خو ګڼو کسانو بيا په هغه هيواد له افغان کډوالو د پاکستاني پوليسو چلند غندلى دى٠


