ويب ډیسک
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر (يوناما) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په پارکونو، حمامونو او ورزشي کلبونو کې د طالبانو لخوا پر ښځو د نويو بنديزونو پر لګولو ژوره خواشيني ښودلې ده.
دغه دفتر وايي، د افغانانو ټول حقونه او په ځانګړي ډول د ژوند ټولو چارو ته د ښځو او زدهکړو ته د نجونو لاسرسی، بايد رعايت شي.
اروپايي ټولنې هم د طالبانو لخوا پر افغان ښځو تازه بنديزونه محکوم کړل او له طالبانو يې وغوښتل چې د ټولو افغانانو بنسټيز حقونه او ازادۍ دې تضمين کړي.


