سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان وايي: د دوحې هوکړې ته ژمن یؤ.

طالبان وايي: د دوحې هوکړې ته ژمن یؤ.

ويب ډیسک

د طالبانو د دفاع وزارت چارسمبالي محمد يعقوب مجاهد د اسلامي همکاريو سازمان له استازو سره په لیدنه کې وويل، موږ د دوحې هوکړې ته ژمن یؤ او ټولې نړۍ ته ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي.

د طالبانو دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، مولوي مجاهد په افغانستان کې د اسلامي همکاريو د سازمان له ځانګړي استازي طارق‌علي البخيت او مل پلاوي سره يې په کابل کې ليدلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسلامي همکاريو سازمان استازي او ورسره پلاوي يې د امنيت تامينولو، د مخدره توکو د کرکېلې او قاچاق سره د مبارزې او د داعش ډلې سره د مبارزې په برخو کې د طالبانو د هڅو درناوی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې امريکا د ايمن الظواهري له وژل کېدو وروسته وايي، طالبانو له القاعده ډلې سره د اړيکو پرې کېدو او د تاوتريخوالي کمېدو په برخو کې د دوحې پر هوکړې عمل نه دی کړی.

په ورته وخت کې، د مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر وايي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله ۳۲ سلنه لوړه شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه