ويب ډیسک
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ تېره پنجشنبه یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې پکې طالبان د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو په سرغړونې، د یوه ټولشموله حکومت په جوړولو کې پاتې راتلل، د اقتصادي نظام په سقوط، په بشري او ټولنیز کړکېچ تورن کړي او ویلي یې دي چې تر هغه به دوی په رسمیت ونهپېژني چې خپلو کړو ژمنو باندې عمل ونکړي.
یاد پرېکړه ليک کې دا هم ويل شوي چې د طالبانو لخوا د افغانستان تر نيولو وروسته د خلکو پر وړاندې سخت تاوتريخوالی شوی او دغه هېواد د داعش او القاعدې په ګډون د بهرنيو ترهګرو په خوندي ځاله بدله شوې ده.
د اسوشیېټډ پرېس په وینا، په دې عمومي اسمبلۍ کې د نړۍ له ۱۹۳ هېوادونو څخه ۱۱۶ هېوادونو دغه پرېکړه لیک تصویب لپاره مثبې رایې ورکړې، او روسیه، چین، بیلاروس، بورونډي، شماليکوریا، ایتوپیا، ګینه، نیکاراګوا، پاکستان او زیمبابوې هغه هېوادونه دي چې منفي رايې وکارولې.


