دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهدډیورنډ پلار تورن جنرال هینري مارین ډیورنډ

دډیورنډ پلار تورن جنرال هینري مارین ډیورنډ

ليکنه: ډاکټر لطیف

ډګرجنرال هینري مارین په ۱۸۱۲ زیږدیز کال دنوامبر دمیاشتې په (۶مه) نېټه په انګلینډ کې زیږیدلی و.وروسته یې په لندن کې دختیز هند کمپنۍ ( ایسټ انډیا کمپني ) په پوځي اکا ډمۍ کې پوځي ټریننګونه تر سره کړل . نوموړي په ۱۸۳۰ کال له انګلینډه برتانوي هند ته راغی او وروسته بیا په بینګال کې په انګریزي پوځ کې دپوځي انجنیر په توګه دویم بریدمن وټاکل شو ،هغه دافغان –

انګریز په لومړۍ جګړه کې ( ۱۸۳۹-۱۸۴۲) او دانګریزانو او سکانو تر منځ جکړه (۱۸۴۸-۱۸۴۹) کې دښو پوځي خدمتونو په بدل کې د تورن جنرالۍ پوځي رتبه تر لاسه کړه . نوموړی د۱۸۴۸ کال نه تر ۱۸۴۹ کاله پورې د برما یا اوسني میانمار په Tenasserim کې دانګریزانو کمیشنر هم و.

کله چې په ۱۸۵۷ زیږدیز کال کې دهند ولسونو دانګریزانوپر خلاف پاڅون اعلان کړ هغه په لویدیزه مالوه کې دانګریزی پوځونو کمانډر و چې بیا د۱۸۷۰ نه تر ۱۸۷۱ پورې دپنجاب دګورنر په توګه وټاکل شو.

باید زیاته کړم چې نوموړی د ۱۸۷۰ زیږدیز کا ل ددسمبردمیاشتې په ۳۱ نېټه ددیره اسماعیل خان په ټانک کې په داسې حال کې چې پر هاتي ( پیل ) سپور و ترې لاندې راګوزارشو او د۱۸۷۱ زیږدیز کال دجنورۍ دمیاشتې په لومړۍ نېټه مړ شو او هماغلته خاورو ته وسپارل شو .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه