ويب ډیسک
افغانستان لپاره د پاکستان نوی سفير عبيدالرحمان نظاماني نن کابل ته راغی او خپل کار يې رسماً پيل کړ.
کابل کې د پاکستان سفارت وايي، چې نظاماني د دې سفارت له کارکوونکو سره ليدنه کې ټينګار کړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو ټينګښت او پراختيا يې لومړيتوب دی.
له دې وړاندې منصور احمد خان د افغانستان لپاره د پاکستان سفير و او کابل کې يې د خپل ماموريت پرمهال له طالبانو سره ډېرې نږدې اړيکې لرلې.


