سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد افغانستان ثور انقلاب

د افغانستان ثور انقلاب

ليک : ډاکټر يار محمد تره کى

لمړی برخه:

دادی د ۱۴۰۱ کال د ثور په اومه د ثور ډیموکراتیک او مترقی انقلاب څلور څلویښتمه کلیزه په داسی حال کی نمانځل کیږی چی هیواد د شاته تګ او کړکیچ د بلا په منګولو کی بندیوان دی. دادی دیرش کاله کیږی چی د هیواد واګی د یوه او یا بل جهادی او تنظیمی ډلو په لاس کی دی. خو یوی ډلی هم و نشوای کړای هغه بریالیتوبونه تر لاسه کړی کوم چی د ثور د انقلابی پاڅون څخه وروسته ډموکراتیک دولت بی د کوم بهرنی مرستی لاس ته راوړی دی.
ټولو هغوکسانو ته چی ددی انقلاب په بریالیتوب کی یی ونډه لرله او یا یی خپل ژوند اوسرنوشت ورسره تړلی دی مبارکی وایو.
ټولو هغو کسانو اود هغوی کورنیو ته چی د دی انقلاب په دفاع کی اویا د کورنی جګړی په وخت کی شهیدان شوی دی دتسلیت او احترام څرګندونه کوو او ددوی ارواح ته د خدای (ج) ددربار څخه د فردوس جنت استدعا کوو.

هو!
انقلاب یعنی ستر اوښټ. انقلاب یعنی د عادی حالت ( Status Quo) څخه میلان کول.
انقلاب هغه وخت مینځ ته راځی چی ټولنیز او اقتصای انډول په ټکر کی شی او د ټولنیزو اړیکو انډول ورسره له مداره ووځي. دغه ستره حادثه هغه وخت مینځ ته راځی چی چارواکی او دولت ونشی کړای د خلکو د غوښتنو ترجمانی وکړی اوپه ټولنه کی نسبی عدالت ټینګ کړی. دا هم جوته ده چی انقلاب هغه وخت بریالی کیږی چی د انقلابی حوادثو مشری یو ډیر تکړه، متحد او با انظباطه ګوند وکړی.
د ثور انقلابی پاڅون یو ددغو اوښتونو څخه وو چی په دی کلیزه کی خبری ورباندی کوو.
انقلاب یو ناچاره او مجبوری کیفی تاریخی بدلون دی. په عادی حالاتو کی باید هیڅ انقلاب و نشی. دولتونه باید د ټولنی په بسیا کولو کی خپل عملونه اصلاح کړی او د غوښتنو سره سم د نظام د چوپړ وسایل د خلکو په ګټه سمبال کړی. خو څرنګه چی دا کار نه کیږی نو خلک هم اکثرآ ناراضی وی.دغه نارضایتی کله کله دومره ستری او ژوری شی چی نور نو خلک د زغم توان نه لری. دغه دی چی د ټولنیز انقلاب لپاره عینی شرایط برابریږی. نو که نظام هم ونشی کړای د خلکو د نارضایتی اوزغم مدیریت وکړی او د هغه په وړاندی بی تفاوتی اختیاره کړی، په دی حالت کی د ټولنیز انقلاب عینی او ذهنی شرایط برابریږی او کیفی بدلون مینځ ته راځی. خو ټولنیز سوله ایز او وسله ال اوښتونه همیشه د یوه انقلاب سبب نه ګرځی. یوازی هغه ټولنیز بدلونونه چی د ټولنیزو اړیکو، د قدرت د ممثلینو ونډه، او د تولیدی اړیکو د بدلون باعث شی انقلاب ته وده کوی. په ځينی هیوادونو کی وسله وال اوښت د انقلاب باعث ګرځي په داسی حال کی چی په نورو هیوادونو کی د خلکو لاریونونه او یا د یوه لوی شخصیت کارنامی د انقلاب باعث ګرځي. په نړیواله کچه انقلابونه په اقتصادی او صنعتی چاپیریال کی هم د ټولینزو او تولیدی اړیکو د بدلون سبب ګرځی. خو یو پیل شوی انقلاب کیدای شی د ژور ټولنیز بدلون باعث وګرځی او یا هم و نه ګرځی. که د اکتوبر ستر انقلاب د تولیدی او ټولنیزو اړیکود بدلون باعث نه وای ګرځیدلی نو د یوی محدودی کودتا په چوکاټ کی به پاتی شوی وای.
په افغانستان کی هم د تیرو دوو پیړیو په درشل کی څو اوښټونه شوی دی چی قدرت د یوی کورنی څخه بلی کورنی ته لیږدول شوی دی. په ځینو حالا تو کی سیاسی قدرت د یوه قوم نه بل قوم ته لیږدول شوی دی. خو هیڅ یوه هم د ټولنیزو او تولیدی اړیکو د بدلون سبب ندی شوی. انقلابونه کله په پوره توګه د تولیدی او ټولنیزو اړیکود بدلون باعث ګرځي او ځینی هم د ژورو بدلونونو لپاره عینی او ذهنی شرایط را برابروی.
تر ۱۳۵۷ کاله په افغانی ټولنه کی سیاسی او اقتصادی کړکیچ لوړی کچی ته ختلی وو. د هیواد اقتصادی وده په ۱۳۵۶ کال کی منفی (- ۵٪ ) (Countyecnomy.com; WB,1978)وه. یعنی د هیواد اقتصاد د ۲٪ نفوسو د لوړوالی سره سره منفی بدلون موندلی وو. د هیواد تولیدی قواوو لپاره د کار شرایط نه وو برابر شوی. د یو میلیونه څخه زیات د کار د شرایطو واجد مسلکی کارګران ایران او د خلیج هیوادونو ته د کار لپاره تللی وو. دا په هغه وخت کی د هیواد د کاری طاقت څه نا څه ۲۵ ٪ جو ړوله. پر دی برسیره دولت د اتم ټولګی د کانکور په لګولو د ښوونځیو څخه په کال کی څه د پاسه د ۲۵۰ زرو متعلمینو د ایستلو شرایط برابر کړی وو چی ددوی لپاره د کاربندوبست نه وو شوی. د هیواد سیاسی مشرتابه یو په بل پسی سیاسی تیرورتنی وکړی او د افغانستان ګاونډیانو سره یی اړیکی خړی پړی کړی. ددولت اړیکی د خلکو سره هم ډیری ښی نه وی. د ګوندونو د فعالیت درول، د مدنی ټولنو او وړو ټولنیزو فعالیتونو منع کول، د سیاسی شخصیتونو جیل ته اچول او په عمومی انداز دولت د خلکو څخه پوره بیلول ددغو کلونو د سیاسی ژوند بیلګی وی. د ۱۳۵۴ کال نه بیا تر ۱۳۵۶ کال پوری د دولت تقریبآ ټولی پریکړی د یوه پنځه کسیزی ډلی له خوا د ټولنی د نورو اقشارو، قومونو او روښان فکری ډلو د ګډون پرته تر سره کیدلی. د جزا د قانون له مخی په هیواد او کابل کی د خلکو تجمع او ټولنیزی ناستی منع شوی وی. د ګوندونو جوړول او غونډی غیر قانونی اعلان شوی وی. په پوهنتونونوکی د محصلینو اتحادیی او د کارګرانو او کارکونکو اتحادیی غیر قانونی اعلان شوی وو. دغه وضعیت دولت په ټولنه کی تجرید کړی وو او د یوه لوی ټولنیز اوښت شرایط یی را برابر کړل. د افغانستان د خلق ډموکراتیک ګوند په هغه وخت کی د هیواد تر ټولولوی سیاسی ګوند وو. دی ګوند په اصل کی د انقلابی بدلونونو مشرتابه په لاس کی واخیستله.

دوهمه برخه:

د ثور انقلاب ډیر ژر د بدلونونو لړی پیل کړه. تر هر څه د مخه په نظام کی یو ستر بدلون راغی اود پریکړو ګډون کوونکی د مختلفو خلکو د مینځ څخه په لوړو وظیفو و ګمارل شول.ددی لپاره چی دغه اوښت یو بنسټیز بدلون را مینځ ته کړی یو لړ اقدامات تر سره شول چی دلته به خبری پر وکړو.
ډیر خلک داسی فکر کوی چی دغه انقلاب و نشوای کړای هغه ښی موخی چی لرلی یی تطبیق کړی او په نتیجه کی ناکامه شو. د هغو کسانو له منځه چی داسی فکر کوی نه یوازی د انقلاب مخالفین، تنظیمی قوماندانان او ځینی ښاری روښان فکران دی، بلکه د خلق ګوند ځینی غړی هم داسی فکر لری چی د ثور انقلاب خپلو اصلی موخو په کامیابی کی پاتی راغی. دغه خلک د امریکایی چټک خبری او تبلیغاتی تیری تر تاثیر لاندی ددی فرصت پیدا نکړ چی ددی اوښت هغونوروخواووته وګوری چی د لویدیځ او منطقوی خبری دلالانو له خواه پټ پاتی کړای شوی وو. د خلق ډیموکراتیک ګوند ځینی غړی بیا دی لوی پاڅون ته یوتصادفی او غیر پلان شوی او حتی پاپولیستی ( Populistic ) او ماجراغوښتونکی عمل وایی. د ثور انقلاب مخالفین ددی بدلون پر ټولو منفی تاثیراتو خبری کوی ،دا بدلون د شوروی اتحاد دستور بولی او آن داچی د ثور د انقلاب نه راوروسته حوادثو پړه هم پرخلق دموکراتیک ګوند اچوی.
که څه هم چی د ثور انقلاب د مثبتو پایلو تر څنګ لکه هر لوی اوښت منفی عواقب هم درلودل او باید د ټولو ښو او بدو اغیزو په باب د جذباتو ا و شیطانی تبلیغاتو څخه لیری علمی څیړنی وشی خو دلته ددی بدلون پر ځینو مثبتو پایلو تم کیږو.
په دی کی هیڅ شک نشته چی دغه بدلون د افغانستان د چټک پرمختګ او د خلکو د سوکالی لپاره شوی وو. تر اوسه د ګوند یو داسی غړی نه دی پیدا شوی چی ویلی یی وی او یا یی په عمل کی ښودلی وی چی دغه کار یی د خپلو شخصی موخو لپاره کړی دی. په دی کی اوس حتی د انقلاب مخالفین هم کره دلیل نه لری چی د خلق دموکراتیک ګوند د مشرانو هوډ تر سوال لاندی راولی. د منطق او دلیل د رواجیدو له وخته دوی هم تر یوی اندازی د کره کتنی او مسولیت په چوکاټ کی ددی مسلی سره اوږه وهی چی د خلق ډیموکراتیک اصلی هدف د هیواد پرمختګ وو.
اوس به راشو دی مسلی ته چی دغه انقلاب څه لاسته راوړنی درلودی؟
د خلق دموکراتیک ګوند اصلی موخی په هیواد کی د فیودالی نظام ړنګول، په دولتی جوړښت کی کیفی بدلون راوستل، د اقتصاد مهمی واګی ددولت په لاس کی ورکول او د افغانی ټولنی بنسټیز بدلون (Transformation) وو. دغه ترانسفورمیشن د دی مترقی ګوند په کړنلاره او ددی گوند د موسس او مشر نورمحمد تره کی اونورو مخورو کادرونو په لیکنو او کتابونو کی په ډيره واضحه توګه لیکل شوی وو.
د ثور انقلاب ځینی مهمی لاسته راوړنی کولای شو په دغوبرخو وویشو.
لمړی : د هیواد د سیاسی نظام دروازی د زیار کښوخلکو اولادونو ته خلاصول او د افغانستان د نظام څخه د یوی کورنی لاسونه د همیش لپاره لنډول. په دولتی چارواو پریکړو کی د نوروقومونو او ولایاتود خلکو پراخ ګډون د ثور د اومی نیټي څخه پیل شو. د لمړی ځل لپاره د هزاره وو، قزلباشانو، تاجکانو،ازبکانو او نورو استازو په دولت کی ډيری ستری او مهمی څوکی تر لاسه کړی. په نظام کی د نوروقومونود پراخ ګډون او د افغانستان د نظام په واکمنی کی ددوی د ونډي لړی د ثور انقلاب څخه پیل شوه اودادی تر اوسه دوام لری. ددی نیټي څخه وروسته د ټیټو طبقو د استازو بچیانو لکه موچی، بزګر، حلبی ساز، دکاندار، او کاریګرو اولادونه چی لیک لوست یی کړی ووخو په تیرو نظامونو کی یی د واکداره ګډون صلاحیت نه درلود هیله او فرصتونه پیدا شول تر څو د نظام او محلی ادارو په چوکاټ کی د مهمو وظیفو د تر سره کولو هوډ وکړی او لاس ته یی راوړی.
دوهم: په افغانستان کی د فیوډالی نظام د انستیتوت د ختمولو او په کلی کی د ملک او خان تاثیر له مینځه وړلو بنسټیز شرایط برابرول. د لمړی ځل لپاره نور خان اوملک په دولت کی د خلکو استازولی نه کوله. خانان او ملکان د لسیزو په ترڅ کی د دولت او بزګرو خلکوتر مینځ د یوه مینځګړی وظیفه اجرا کړی ده. په ډيرو مواردو کی دغو خانانو اوملکانو د خلکو په استازیتوب ډير امتیازات ځانونوته تر لاسه کول. د ثور اومی نیټي وروسته د دولت دروازه د ځمکودلالانو، غاصبینو او سود خورانو په وړاندی وتړل شوی. د ځمکو د اصلاحاتو په ترڅ کی د ۲۵۰ زرو هکتاره ځمکو په ویشلو سره بزګران په عمل کی د نوی دولت په بالفعله مرستندویه بدل شوی وو. د ځمکو په ویش کی د خلق ډیموکراتیک ګوند غړو یو جریب ځمکه هم ځانونو ته وا نه خیستله. دغه ټوله ځمکی یی بزګرانو ته وویشلی. د ویش څخه وروسته د ځینو کلیو ملایانو اواخوندانو د بهر څخه د رارسیدلونسخوپر بنسټ ویشل شوی ځمکی حرامی و بللی.
په ۱۳۸۴ کال کی د حامد کرزی د فرمان له مخی خانان او ملکان یو ځل بیا د دولت اوخلکو تر مینځ د یوه با اعتباره منځګړی په توګه وپیژندل شول. خو دده فرمان نور هیڅ چا په رسمیت و نه پیژاند. په کلیو کی خانان نور را پورته نشول.

دریمه برخه:

دریم: پاکه حکومت والی او د فساد څخه لیری ددولتوالی د مثالونو ښودل

دغه مثال په اوسنی شرایطو کی ډیر کره اومستند دی. پا که اود فساد څخه لیری حکومت والی په اول سرکی د خلق ډیموکراتیک دحکومت دلویی لاسته راوړنی په توګه نه پیژندل کیدله. ددی دلیلونه دوه وو:
لمړی) د انقلاب څخه مخکی د سردار داود د رژیم د کارکونکو د فساد او ناوړه ګټي اخیستنی په باب خلکو اوګوندیانو کره معلومات نلرل ځکه عادی خلک په دولت کی نه وو تر څو د فساد کچه ووینی. یوازی ډيری محدودی طبقی د هیواد او دولت شتمنیو او منابعو ته لاسرسی درلود. د شخصی واسطی او خپلوانی پر بنسټ د دولتی وظیفوویش، د دربار سره د نژدیوالی پر بنسټ په دولتی چاروکی پرمختګ په برم سره روان وو.
دوهم) په هغه وخت کی چی اقتصادی حالت ډير ښه نه وو نو د کرزی-غنی د دوران د سترو فسادی معاملو خبره هم نشوای کیدلای. یعنی حتی د سردار داود په وخت کی ډير مفسد چارواکی هغه وو چی د دولتی څوکی څخه یی ناوړه ګټه اخیستله او ها خواه دیخواه لږ وهنه به یی کوله.په هغووختونو کی پرمختیایی پروژی د چارواکوله خوا څخه غلا کیدلی. په هر صورت اداری وضعیت ښه نه وو. په هغه وخت کی د دولتی ادارو د مشرانو لیدل تقریبآ نا ممکنه وو. عادی خلک لکه بزګرانو او عارضینو به په ورځو ورځو د رییسانو د دفترونو تر مخه ناست وو تر څو یی ووینی او عرض یی واوری. دقضا حالت داسی وو چی د یوه متهم دوسیه به دری څلورکاله نه لیدل کیدله. د انقلاب د بریالیتوب څخه وروسته د انقلابی شورا د حکم پر بنسټ د ستری محکمی تر مشری لاندی یوه کمیټه جوړه شوه او د دوومیاشتو په ترڅ کی یی د څه د پاسه لسو زرو بندیانو دوسیی وسپړلی او فیصله یی کړی. ټول سیاسی او د وړو جرمونو بندیان د جیل څخه خوشی شول. ښځینه مجرمینی چی لوی جرم یی نه وو کړی د جیلونوڅخه خوشی شوی.
د ثور داومی څخه وروسته به چی یو کس د وزارت دروازی ته ننوت نو امر داسی وو چی وزیر او یا رییس به ولاړ وو او د مراجعینو هرکلی به یی کوو. که چا دا کار نه کوو نو تر ګوت څنډنی لاندی به راتو او د اشراف نوم به پر ی ایښودل کیدو.
د پاکی ولسواکی تر دی ښه مثال د افغانستان په تاریخ کی نه وو تیر شوی. د خلق ډیموکراتیک یو قانون درلود اوهغه دا وو چی د امتیازاتو په نوم لړ که باید ددوی نومونه وروستی وای او د کار په نوم لړ کی باید ددوی نومونه وړومبی وای. په دی لړ کی د خلق د ګوند په زرهاوو غړی د ډیرو وړو امتیازاتو د اخیستلو څخه محروم وو چی دا هم تر یوی اندازی بی عدالتی وه. خو ددوی عقیدتی بنسټ داسی وو چی هغه محدود منابع باید لمړی نورو ته ورکړل شی. داسی ډير مثالونه تیر شوی دی چی د یوی اداری رییس په کرایی کورکی اوسیدو خو ددی اداری یو فعال کارګر او یا مامور ته د مکروریانوکور ورکړل شوی دی. د هیواد د کابینی غړی او د انقلابی شورا غړی هم یا په خټینو کورونو کی اوسیدل او یا په مکروریانو کی به یی یو اپارتمان درلود. هو! دا نن سبا د خندا وړ او نه شونی کار ښکاری. رییس به دکور په سهمیه کی د خپلی اداری مامور یا مدیر ور پیژاند. د بډو اخیستل منع شوو او چا اجازه نه درلوده چی د کار په وړاندی دچاڅځه بډی واخلی. د انقلاب معجزه په همدی کی هم وه چی ددی نظام ټول مشران که د هری خوا وو هغوی د دولت او بیت المال څخه وهنه ونه کړه او د اقتصادی خواری په حالت کی یا مړه شول او یا ووژل شول. د نړیوال بانک سازمان (World Bank ( د نظر پر بنسټ دافغانستان د حکومت والی درجه د ۱۳۵۷ نه بیا تر ۱۳۷۱ پوری د منطقی د هیوادونو په پرتله جګه وه. دغی او نورو ادارو لکه د پیسو نړیوال وجهی صندوق، د هوا پیژندنی اداری او نورو د سی آي ای د څړنیزمرکز په امرد افغانستان ډاتا (Data ) د ۱۹۸۰ څخه بیاتر ۱۹۹۲ پوری پاکه کړه تر څو د نړی خلک ددی نظام په باب په حقایقو پوه نشی.
د خلق ډیموکراتیک ګوند د ښی حکومت والی او فساد په واندی د بریالیتوبونو کره شاخصونه دادی:
– په دولتی وظایفو کی د غریبو او ټیټو طبقو د استازو ګمارل.
– – په پراخه کچه په نظام او په تیره بیا په معارف کی د ښځو ټاکل.
– بهرنی بورسونو ته د لایقو، ګوندی زیار کښو ځوانانو او بی واسطی ځوانانو لیږل.
– – د بډو او تحفو منع کول
– د دولتی پلان پر بنسټ د هیواد د پرمختیایی پروژو عملی کول. د پروژو په عملی کولوکی د قومی او تباری مسلوپه نظر کی نه نیول.
– – دولتی او اداری فساد د یوه لوی شرم په توګه پیژندل.
– د دولتی اداری اصلاحاتو لکه د اداری اصلاحاتو اداری پراخوالی، د حج او اوقافو اداری اصلاحات، د ښوونکو د روزنی د پروګرامونو پیل کول، د لمړی ځل لپاره په احصاییه او هوا پیژندنی کی د کمپیوټر څخه کار اخیستل، د زراعتی اقتصاد د ودی لپاره ژور اصلاحات (لکه د زراعتی تخمونوویش، د وسایطو ویش، د بزګرانو د حاصلاتو د اخیستلو پروګرام) او د پوهننتونو د داخلیدونکو د شمیر ز یات والی.
– – د اتم ټولګی د کانکور لغو او د تیر کال د متعلمینو بیا جذبول
– د دولتی شتمنیو څخه د ناوړه ګټی اخیستنی بندیز.
– پر دغی هری مسلی باید ځوانان کره او ژوری لیکنی وکړی.
څلورم: د سوداو سلم بندیز – تر ۱۳۵۷ کال په هیواد کی شخصی سود خواران ډيروو. هغه کسانو چی ځمکی او پیسی یی درلودی بزګرانو او دوکاندارانو ته به یی پیسی او یا اصلاح شوی تخم په پور ورکول او بیا به یی د کال په پای کی د سود سره تری اخیستی. ډیرو بزګرانو به د سود پیسی نشوای پری کولای او په نتیجه کی به یی خپلی لوڼي د خان، ملک او یا ددوی ناظر ته په نکاح ورکولی. دغه لړی د فیوډالی نظام یو ډیر سپک کار وو. د ۱۳۵۷ کال په لمړیو دریو میاشتو کی انقلابی نظام څو کوټه ګامونه واخیستل چی یو یی د سود او سلم بندول وو. اوس ډیر هیواد وال ددی شاهدان دی چی د نن ا وپرون چارواکی په شپږو میاشتو او یا یوه کال کی د دولت یوه پریکړه او یا پالیسی نشی جوړولای. د هغه وخت حکومت دومره بوخت وو چی په لمړنیو دریو میاشتوکی یی د نظام اساسی کرښی او د پرمختګ لاره وایستله. وزیران به نه یوازی د رییسانو سره بلکه د مدیرانو، مامورینو او کارګرانو سره کښیناستل. د غرمی ډوډی د ټولویو ځای وه. په دغو میاشتوکی د انقلابی شورا د شپږم فرمان موخه د سود او سلم بندول او د بزګرانولپاره د ښه کاری چاپیریال رغول وو. نورمحمد تره کی به ویل ” که بزګر ته ځمکه ورکړی او د هغه حاصلات په ښه بیه واخلی نو انقلاب به همدغه بزګران ساتی ځکه دا نظام ددوی د ګټو ساتندوی دی”. دغه سند که څه هم چی دومره ډير ستر او تبلیغاتی نه ښکاریدو خو په هماغه کرهنیز کال کی یی د بزګرانو څه د پاسه ۱۱ میلیارده افغانی ور وبخښلی. د هیواد ۷۲٪ سلنه بزګران د سود او پور څخه خلاص شول. د ۱۳۵۷ کال په پای کی د هیواد په زراعتی توکو کی ۴۸٪ زیات والی راغی. په همدی کال افغانستان د هیواد په تیر پنځوس کلن تاریخ کی ۷.۵ ٪ ( اوه نیم سلنه) اقتصادی زیات والی ثبت کړ. دا یو ډير لوی پرمختګ وو. په همدی کال نړیوال اقتصادی نمبر ورکونکی ( Rating ) اداری لکه مودی (Moody’s) ، فیتچ او سکوپ ریتنګ ( Fitch and Scope Rating) او نورو د افغانستان د کریدت درجه لوړه بوتله. که د نوی رژیم په وړاندی جګړه نه وای پیل شوی او ددوی په مینځ کی اختلافات او ناندری نه وای پیل شوی نو د هیواد د اقتصادی ودی درجه به هر کال لوړه تللای. په ۱۳۵۷ کال کی د هیواد چټک اقتصادی پرمختګ د انقلابی شورا د شپږم فرمان یا د سود او سلم د بندیدو او بزګرانو ته د آسانتیاوو د برابرولو په نتیجه کی تر سره شول. په ورته وخت کی د بزګرانو، او د زراعتی توکو د بازارونو اړیکی هم ورغیدی. په دی مارکیټ کی هم د دلالانومخه چی د بزګرانو مالونه به یی په ارزانه اخیستل او بیا به یی په ګرانه خرڅول، ونیول شوه. په دی کال کی ډیرو بزګرانو په خپله د دولت او د زراعتی مارکیټونو له لاری په ښه بیه او په کمه موده کی خپل توکی خرڅ کړل. په دی کال کی زراعتی اواقتصادی هڅي (Stimulus ) لوړی کچی ته ورسیدلی. دغه لړی په ۱۳۵۸ کال کی په لږ ټيټوالی (۳٪) دوام وکړ. د شوروی د تیری څخه وروسته هم د هیواد اقتصاد منظم او ثابته وده درلوده که څه هم چی د ۱۳۵۷ کال پرمختګ بیا څو لسیزی تکرار نشوی.

 

لیکنه دوام لري

 

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه