ويب ډیسک
د بشري حقونو څار بنسټ په خپل تازه راپور کې ویلي، چې داعش په افغانستان کې پر هزاره ګانو او نورو مذهبي لږکیو څو ځلې بریدونه کړي، خو طالب چارواکو د هغوی د ساتنې لپاره ډېر څه نه دي کړي.
په راپور کې راغلي، له هغه وروسته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ داعش د هزاره ګانو پر وړاندې د ۱۳ بریدونو مسؤلیت منلی او په ۳ بریدونو کې یې هم څه باندې ۷۰۰ کسان وژلي او ټپیان کړي دي.
دغه بنسټ زياتوي، ښايي په ولايتونو کې ځيني بریدونه، پر رسنيو د طالبانو د محدوديتونو د لګولو له امله رسنيز شوي نه وي.
د یوناما د راپور له مخې، په کابل کې د شيعه ګانو پر مراسمو د وروستیو بریدونو له امله له ۱۲۰ ډېر کسان مړه او ټپیان شوي دي.
د دې بنسټ د افغانستان څانګې څېړونکې فرشته عباسي وايي، له هغه وخته چې طالبانو واک ته رسېدلي، د داعش جنګیالیو د هزاره ګانو پر غړو بې شمېره وحشیانه بریدونه کړي، چې د طالب چارواکو له جدي غبرګون سره مخ شوي نه دي.
مېرمن عباسي ويلي، د طالبانو چارواکي مکلف دي د هغو ټولنو ساتنه وکړي چې له خطر سره مخ دي او د بریدونو له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره بايد مرسته وکړي.
هزاره ګان عمدتاً يوه شیعه توکمه قومي ډله ده چې د طالبانو په واکمنېدو سره د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن لري.


