سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاوسمهال په افغانستان کې ۲۱۹ رسنۍ فعالیت لري

اوسمهال په افغانستان کې ۲۱۹ رسنۍ فعالیت لري

ویب ډیسک

د اطلاعات او کلتور وزارت د نشراتو معين مهاجر فراهي نن په يوه خبري غونډه کې وويل، چې اوسمهال په هېواد کې ٢١٩ غږیزې او تصويري رسنۍ فعاليت لري چې “د اسلام او افغاني کلتور خلاف” ٩٥ سلنه خپرونې يې کنترول کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې ناسته کې وويل، چې کابل ته د دوی له راتګ راهیسې هېڅ رسنۍ د دوی له لوري نه ده تړل شوې.

خو د بې پولې خبريالانو سازمان بيا وايي، د کابل له سقوط وروسته په افغانستان کې د ۵۴۷ رسنيو له ډلې ۲۱۹ رسنۍ له فعاليته پاتې دي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکي د طالبانو له واکمنۍ وروسته د بندیزونو اصلي قربانیانې دي او تر ټولو زیات زیان یې ليدلی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان یوه چارواکي کریسټف ډولوار ویلي، په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ د غیر عادلانه مقرراتو تر فشار لاندې دي چې دې کړنې د رسنیو ازادي محدوده کړې ده.

له کله نه چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، دغه هېواد د رسنيو په نړيواله درجه بندۍ کې له ۱۲۲م مقام څخه ۱۵۶م ځای خپل کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه