سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکابل :چاودنه کې د دوو روسي ډيپلوماتانو په ګډون ۲۰ تنه وژل...

کابل :چاودنه کې د دوو روسي ډيپلوماتانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي دي.

ويب ډیسک

د روسيې بهرنيو چارو وزارت، په يوې خبرپاڼه کې دا ومنله چې کابل کې د دغه هېواد سفارت ته څېرمه په نننۍ چاودنه کې دوه روسي ډيپلوماتان وژل شوي دي.

دغه وزارت ويلي، چې د افغانستان امنيتي برخو سره په اړيکه کې دي او څېړنې دوام لري.

د نننۍ چاودنې په اړه د طالبانو جزئيات

د کابل د پوليسو وياند خالد ځدران وايي، يو ځانمرګي بريدګر چې غوښتل يې د کابل ښار اړوند ۷مه ناحيه کې د روسيې سفارت ته څېرمه د خلکو ګڼه ګوڼې ته ځان ورسوي، چاودېدونکو توکو يې چاودنه کړې ده.

ځدران وويل، په دې چاودنه کې يو ملکي وګړی شهيد او لس تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړې، چې امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او هراړخيزې څېړنې روانې دي.

خو په ورته وخت کې د روسيې ار ټي ټلويزويون د سيمه ييزو رسنيو په حواله ويلي، چې په دې چاودنه کې د دوو روسي ډيپلوماتانو په ګډون ۲۰ تنه وژل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه