ويب ډیسک
د کونړ د اطلاعات او کلتور رئيس مولوي نجيب الله حنيف ويلي، چې د کونړ ولايت نورګل ولسوالۍ کې د تېرې شپې زلزلې له امله ۱۰ تنه مړه او ټپيان شوي او لسګونه کورونه نړېدلي دي.
د باختر خبري آژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، ليکلي يې دي چې ښايي د دې طبيعي پېښې په تلفاتو کې ډېروالی راشي.
د ريختر په کچه ۵.۳ درجې دغه زلزله په کابل، لغمان، ننګرهار، نورستان، پکتيا، پکتيکا، پېښور او د پاکستان په اسلام اباد کې محسوس شوې ده.
#Afghanistan #Earthquake


