سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه پکتیا ولایت کې د یو کور د خونې چت لوېدو پېښه...

په پکتیا ولایت کې د یو کور د خونې چت لوېدو پېښه کې پنځه تنه مړه شوي دي.

ويب ډیسک

باختر دولتي خبري آژانس د ځايي مسؤلینو له قوله ویلي چې دغه پېښه تېره شپه د دغه ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ په بلخېلو سیمه کې رامنځته شوې ده.
طالب چارواکو ویلي چې په مړو شوو کسانو کې یوه ښځه او څلور ماشومان شامل دي. د دوی په وینا دغه پېښه د باران له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو له امله د ۱۹۴ کسانو د مړینې او سلګونو نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه