ويب ډیسک
د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د دغه وزارت وزیر نورالدین عزیزي روسیې ته د خپل سفر پر مهال له روسیې څخه د نفتو د پیرلو په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره هوکړې ته رسېدلي دي.
دغه طالب چارواکی چې د جمعې په ورځ له روسیې څخه افغانستان ته راستون شوی وايي، افغان پلاوي د دغه هېواد له چارواکو او همداراز د تاتارستان له ولسمشر سره د نفتي توکو د پېرلو په اړه مفصلې خبرې کړې او ښې هوکړې ته رسېدلي دي.
د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې طالبان د نفتي توکو د بیو د ټاکلو په اړه له روسیې او د تاتارستان جمهوریت له ولسمشر سره داسې هوکړې ته رسېدلي، چې په نړیواله کچه د تېلو بیې لوړېدو ته په کتو یې تمه نه وه.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې روسیې د طالبانو د پلاوي له خوښې سره سم د نفتي توکو د بیو په اړه موافقه کړې ده.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر چې د کابل په هوايي ډګر کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې زیاته کړه چې د دوی تخنیکي ټیم اوس په روسیه کې دی چې د دغه هېواد له چارواکو سره د دغه تړون د جزئیاتو په اړه تخنیکي خبرو ته دوام ورکړي.
روسي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
په تېر کال کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته په نړۍ کې د تېلو او ګازو بیه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.


