سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې د وروستيو سېلابونو له امله ۱۱۸ تنه مړه شوي

افغانستان کې د وروستيو سېلابونو له امله ۱۱۸ تنه مړه شوي

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي (اوچا) وايي چې د اګست مياشتې له لومړي نېټې څخه په افغانستان کې د سختو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله ۱۱۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اوچا د راپور پر بنسټ، د اګست له ۱۶مې تر ۲۱مې نېټې پورې ناڅاپي سېلابونو يوازې د ۶۳ کسانو ژوند په کنړ، لغمان، لوګر، ميدان وردګ، ننګرهار، نورستان، پکتيا او پروان ولايتونو کې واخيست او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱۵ تنه يې ټپيان کړل. سربېره پر دې په لوګر، ميدان وردګ او پروان ولايتونو کې ۳۰ تنه لادرکه شوي دي.

د اوچا په راپور کې چې تېره ورځ خپور شو، راغلي، چې په تخمينې ډول په لوګر، ميدان وردګ او پروان ولايتونو کې د سېلابونو له امله ۳۳۹۸ کورونو ته زيان اوښتی او يا نړېدلي دي او په ۱۳ ولايتونو کې ۸۲۴۶ کورنيو زيان ليدلی دی.

اوچا ويلي، چې د مرستندويه بنسټونو څو ډلې، د سيمو د ارزونې او د مرستو د وېش په پار چمتو شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه