ويب ډیسک
ملګرو ملتونو وايي، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وروستیو زلزله ځپلو کورنیو ته ۲۳۰۰ کورونه جوړوي
د ملګرو ملتونو کډوالۍ اداري د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وروستیو زلزله ځپلو کورنیو ته د ۱۴ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۳۰۰ کورونه جوړوي.
د خبرپاڼې په حواله، چې د دغو کورونو دوه زره یې د پکتیکا په برمل او ګیان او درې سوه نور یې د خوست په سپېره ولسوالۍ کې جوړوي چې تر ژمي به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په پام کې ده، چې هرې ځپل شوې کورنۍ ته تر ۷۰۰ ډالرو هم ورکول شي.


