ويب ډیسک
د طالبانو امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د يو مکتوب له مخې په ودونو کې پر ساز او سرود بنديز ولګوه.
دغه فرمان چې تازه د کابل ښار اوومې امنيتي حوزې اړوند د امر بالمعروف امريت لخوا خپور شوی، په ۵ شمېرو کې يې يو شمېر محدوديتونه اعلان کړي دي.
د دغه مکتوب له مخې، کابل ښاريان اړ دي چې هره جمعه ۱۲:۳۰ بجې هټۍ وتړي او د جمعې لمانځه ته ولاړ شي او همداراز هره ورځ د پنځه وخته لمونځونو لپاره هم بايد هټۍ وتړل شي.
په مکتوب کې راغلي، چې مقتديانو ته بايد د لمانځه سمې کړنلارې وښودل شي او همداراز د خوښيو او ودونو په مراسمو کې بايد له ساز او موسيقۍ ډډه وشي.
د دغه مکتوب په وروستۍ شمېره کې د کرايي لوښو هټيو ته لارښوونه شوې چې د موسيقۍ ډلو ته لوښي د کرايه په توګه ورنکړي.
د مکتوب په پای کې ويل شوي، تخلف کوونکو سره قانوني چلند کېږي او بيا څوک د نيوکې حق هم نلري.
د طالبانو له لوري دغه قيودات داسې مهال لګول کېږي، چې د بشري حقونو څار بنسټ په خپل وروستي راپور کې د طالبانو د تېر يو کال واکمني د افغانانو لپاره له ناورينه ډکه بللې ده.
په ورته وخت کې، د ټولنيزو رسنیو ځينې فعالين بيا وايي، طالبان د دې پرځای چې د خلکو پر اصلي ستونزو تمرکز وکړي، په جزيي مسايلو بوخت دي.
د دوی په وينا، په هېواد کې د بې وزلې ورځ تر بلې زياتېدل، ښوونځيو ته د نجونو نه پرېښودل، د سوند او خوراکي توکو د بيو لوړېدل او له هېواده د لوی شمېر وګړو وتل هغه څه دي چې دوی يې سخت اندېښمن کړي دي.


