دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان د ترهګرو په جنت بدل شوی دی

افغانستان د ترهګرو په جنت بدل شوی دی

ويب ډیسک

نشنل انټرسټ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له بشپړو وتلو او پر کابل د طالبانو له کنټرول یو کال وروسته یو سمپوزیم جوړ کړ او د افغانستان په اړه یې یوه مقاله ليکلې ده. دا مقاله د کارپوهانو ځواب دی او د جیسن کریس هوک لخوا لیکل شوې ده.

په مقاله کې راغلي، چې په کابل کې د طالبانو په یوه پټن‌ځای کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل باید د امریکا مشرانو او د افغانستان د خلکو د متحدینو لپاره د خپلې اوسنۍ سیاسي تګلارې د بیا کتنې یو لامل وي.

په یاده مقاله کې راغلي، که د طالبانو، حقاني او القاعده د مشرتابه ترمنځ ښکاره اړیکه کافي نه وي، پالیسي جوړونکي باید ژر تر ژره په کابل کې د ترهګر رژیم لخوا وژونکی سیستم او د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالي په اړه راپورونه وڅېړي.

په مقاله کې راغلي، چې د اګست په لومړیو کې د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وینا دا څرګنده کړه چې طالبان د اوسني ډیپلوماتیکو لارو چارو پر بنسټ خپل فکر نه بدلوي. څېړنو ښودلې چې افغانستان د هر هغه چا لپاره نا امنه دی چې د رژیم د افراطي ایډیالوژۍ ملاتړ نه کوي.

د مقالې لیکوال وايي، هره ورځ هغه افغانان چې د رژیم مخالفت کوي ربړول کیږي او پرته له محکمې وژل کیږي. ښځې، نجونې، د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو پخواني غړي او مذهبي یا قومي لږکي له لوی ګواښ سره مخ دي.

د لیکوال په وينا، افغانستان کې ترهګريز فعالیتونه ډېر شوي او دغه هېواد له اقتصادي پلوه د ځمکې پر مخ په دوزخ بدل شوی دی.

د مقالې په دوام کې د لنډ مهاله پاليسۍ اقداماتو په توګه، ویل شوي چې امريکا متحده ايالتونه باید د دوحې تړون ته د طالبانو نه ژمنتیا له امله د دې تړون هېڅ ډول محدودیتونو ته غاړه کښېنږدي، د دوحې اډه باید وتړل شي. د طالبانو مشران باید د ترهګرو په توګه وپېژندل شي او پرې بندیزونه ولګول شي او د سفر د بندیزونو په لیست کې راشي.

په اوږدمهاله اقداماتو کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو لپاره د دې وخت رارسېدلی چې د افغانانو د ژوند ژغورلو لپاره دې د بشري مداخلې د اعلان لپاره ګام پورته کړي او که دا کار ژر تر ژره ونه شي نو په پراخه کچه به د لوږې او کډوالۍ څپې رامنځته شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه