ويب ډیسک
یو امریکايي فلم جوړونکی او خبریال ایور شیرر د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۷مه ناوخته په کابل کې نیول شوی دی.
دې امریکايي فلم جوړونکي ته نږدې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې ښاغلی شیرر او افغان همکار یې فیض الله فیض بخش په کابل کې د شیرپور په ساحه کې د چهارشنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمری۲۶) نیول شوي دي.
سرچینه وايي، چې «د اګست په ۱۷مه نېټه، د ماښام په ۷:۴۰ دقیقو دوی غوښتل د کابل د شیرپور له ساحې څخه فلم واخلي، په یوې ساحه کې چې دوی فلم اخیستو طالبانو ورته اجازه ورکړې نه ده، ځکه دا هغه ساحه ده چې طالبان پکې حساس» دي.
تراوسه معلومه نه ده چې دا امریکايي فلم جوړونکی او ورسره افغان همکار یې ولې نیول شوې دي، خو سرچینې امریکا غږ ته وویل داسې ګمان کوي چې په شیرپور کې د القاعده ډلې د وژل شوي مشر ایمن الظواهري له کور څخه د فلم یا عکس اخیستو په جرم نیول شوې وي.
سرچینه وايي، «لومړی ورته اجازه ورکړل شوې نه ده، په کوم کور کې چې الظواهري اوسیده په هغه ځای کې فلم واخلي، خو بیا وروسته د شیرپور په بله ساحه کې نیول شوې دي او ترې پوښتنې پیل کړې دي.»


