سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههرنائي کې ناست پرلت څلورمې ورځې ته وغځیده،پرلت کې په ګن شمېر...

هرنائي کې ناست پرلت څلورمې ورځې ته وغځیده،پرلت کې په ګن شمېر ماشومان هم ګډون لري

محب الله 

د بلوچستان هرنائي خوست پېښې پر ضد په هرنايي ښار کې د ټولو ګوندونو له لوري بشپړه کاربندیز او احتجاجي پرلت دوام لري ، ټول سوداګريز مرکزونه يې تړلي، په پرلت کې ناست کسانو غوښتنه ده چې د خالق داد د وژنې مقدمه ده دی درج کړل شی.

 

د بلوچستان هرنايي خوست پېښې پر ضد د پرلت نن څلورمه ورځ هم دوام لري ، په پرلت کې د ښځو په شمول ګڼ شمېر ماشومانو هم ګډون لري، په پرلت کې شامل ښځو او ماشومانو د ايف سی په ضد شعارونه هم ورکوي ، او وايي چې موږ پر خپله خاوره خپل اختيار غواړو ، بل لور ته د ټولو ګوندونو له لوري په هرنايي ښار کې کاربندیز او د کوټې هرنائي لويه لار باندي د پرلت  له امله  د هرنايي تر کوټې او د هرنايي تر پنجاب لويه لار د هر قسم ټرافيک لپاره پر مخ بنده ده ، چي لکبله د قامی لويې لارې دواړو غاړو ته د موټرو اوږده کتارونه ولاړ دي او بل لوري ته  خوست کې پرلت نن څلورمه ورځ هم دوام لري.

په پرلت کې شامل کسان وايي چې پر 14مه اګست د پاکستان د خپلواکۍ په ورځ د ايف سی لخوا زموږ پرامن لاريون باندې ډزې وکړل شوی چې په نتيجه يې کې د عوامي نشنل ګوند د ځوان غړي خالق داد ووژي او د ماشومانو پشمول درې تنه ژوبل شول، خو بل لور ته بیا حکومت وايي چې په څوارلس اګسټ باندې د ايف سي پر پوسته برید شوی وو چې پکښې ايف سی ځوانان وژل شوي وو ، بلې خوا ته بیا په ډزو کې وژل شوي خالق داد جنازې لمونځ څلور ورځې وروسته ادا کړل سو او خاورو ته وسپارل شو په نمازه جنازه کې ، د ANP پارلماني مشر اصغر د خان اڅکزي، صوبايي وزیر زمرک اڅکزي او د نورو سیاسي ګوندونو مشرانو ګډون وکړي ، ده پرلت کې نست خلک وايي چې
چې زموږ غوښتنو ده چې زموږ له سیمو نه د فورسز ځواکونو وايستل شي او سول انتظاميه او ليویز ته واک و اختيار ورکول شي او شهید خالق داد د وژنې مقدمه دی درج کړل سی او ملزیمان دی ونيول شي او سخته سزا ورکول شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه