ويب ډیسک
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي، چې افغانستان کې د ګڼو ستونزو په لیدلو نړۍ بیا هم غلې ده.
پښتين ويلي، افغانستان کې د نجونو پر تعليم بنديز دی او د اعتراض حق هم اخيستل شوی دی.
ښاغلي پښتين په افغانستان کې د جمهوري نظام د پرځېدو د يو کال پوره کېدو په تړاو ويلي، په افغانستان کې د ملي بيرغ رپول جرم دی، دولتي دندې يوازې ځانګړې طبقې ته ورکول کېږي، زرګونه لکه کسان په بهرنيو هېوادونو کې بې کوره او وږي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په خپل ټوېټر ليکلي چې په افغانستان کې د دومره ستونزو په موجوديت سره بيا هم نړۍ غلې ده.
منظور پښتين داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د بښنې نړيوال سازمان هم په يوه تازه راپور کې تېر يو کال له اقتصادي، ښوونې او روزنې او سياسي اړخه د افغانانو لپاره له ناورينه ډک بللی دی.
په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ (يوناما) تازه ويلي، يو کال کېږي له طالبانو يې غوښتي چې فکر وکړي، پرته له بدلونه کېدای شي هرڅه بد شي.
يوناما ويلي، نړيواله ټولنه به هغو کسانو سره چې حقونو ته درناوی کوي او د ټولو افغانانو استازيتوب کوي، تعامل وکړي.
طالبانو تېره ورځ (د اګست ۱۵مه) په کابل او کندهار کې د خپلې واکمنۍ د يوکلنۍ نمانځنه وکړه، خو د ټولنيزو رسنیو کارکوونکو او مدني فعالينو دغه ورځ د افغانستان په تاريخ کې توره ورځ وبلله.


