دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهیوناما وايي :پرته له بدلونه کېدای شي هرڅه بد شي

یوناما وايي :پرته له بدلونه کېدای شي هرڅه بد شي

ويب ډیسک

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي ماموريت (يوناما) وايي، يو کال کېږي موږ له طالبانو غواړو چې فکر وکړي. د افغانستان د وضعيت د ښه کېدو لپاره د لازمو ګامونو د پورته کولو او خلکو ته د هيلې ورکولو لپاره فرصت موجود دی، خو پرته له بدلونه کېدای شي هرڅه بد شي.

يوناما په يوې خبرپاڼه کې ويلي، نړيواله ټولنه به هغو کسانو سره چې حقونو ته درناوی کوي او د ټولو افغانانو استازيتوب کوي، تعامل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوال سازمان هم تازه په خپل يوه راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې اقتصادي، امنيتي، د ښوونې او روزنې وضعيت مخ په خرابېدو دی.

دغه سازمان په افغانستان کې ژوند په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره ناورين زېږوونکی بللی او ويلي يې دي چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او خلک سخت ناهيلي شوي دي.

داسې انګېرل کېده چې طالبان به د خپلې واکمنۍ يو کال په پوره کېدو سره د زده کړو په برخه کې پر افغان نجونو محدوديتونه لري کړي، خو لا تر دې دمه افغان نجونې نشي کولای چې له شپږمو ټولګيو پورته ښوونځيو ته ولاړې شي.

طالبانو له دې وړاندې ښوونځیو ته د تګ په اړه پر افغان نجونو د محدوديتونو لامل کلتوري حساسيتونه بللي ؤ، خو اوس د دې ستونزې لامل دیني جنبه ګڼي او وايي چې د دې موضوع حل د افغانستان دننه د علماوو توافق ته اړتيا لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه