دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملا حسن اخوند : نن ورځ د اشغالګرو او د هغو له...

ملا حسن اخوند : نن ورځ د اشغالګرو او د هغو له غلامانو څخه د هیواد د آزادۍ پيلامه شوه.

 پښتو جرنل 

‏ــ د کابل د سقوط د ورځې په مناسبت د طالبانو رئيس الوزراء خپل  پيغام کې وویل چې
نن دوشنبه د اسد میاشتې ۲۴ مه په ۱۴۰۰ لمريز کال کې د اسلامي امارت د فاتحو ځواکونو په لاس د کابل د فتحې له ورځې سره برابرده.
ملاحسن اخوند  همدې ورځ په  مناسبت خپل ټول ویاړلي او مجاهد ملت ته مبارکي وویله او زیاته کړه چې دا ورځ د باطل په وړاندې ‏ د حق د بري او د اشغالګرو او د هغو له غلامانو څخه د هیواد د آزادۍ پيلامه شوه.
ملا حسن اخوند وویل چې د دې ورځې د لمانځلو په ترڅ کې باید  ټول ملت باید د دغې ستر بریا چې هیواد مو له اشغال، جنګ او ناورين څخه خلاص شو قدردانی او شکرګزاري وکړي او د اسلامي نظام د استحکام ‏او بقا لپاره، لاډيره همکاري، اخلاص او دعاوې وکړي.
ـد اسلامي امارت ټول مجاهدين اوځواکونه بایدلا ډيرصبر، استقامت اوحوصله ولري او د هیواد د امنیت په ټينګښت کې لا ډير کوښښ وکړي.

د اسلامي امارت ټول مسئولین باید پخپلو مسئولیتونو کې لا ډير اخلاص، ښه نیت او احتیاط ته توجه ولري ‏خپل کارونه لکه څرنګه چې ورته سپارل شوي پرمخ بوځي او خپل ولس ته لاډير خدمت وکړي.
ملا حسن وویل چې نړیوال باید له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې پياوړې کړي، موږ د هيڅ هیواد لپاره تهدید نه یو، نور هیوادونه هم باید د افغانستان سره مثبت اونیک سیاسي او تجارتي تعامل ولري

‏ او د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره له اسلامي امارت سره لاس او مرسته وکړي.

 

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه