ويب ډیسک
د امریکا د ملکي او پوځي چارواکو وروستۍ څرګندونې هغه څه یومخ تاییدوي چې ولسمشر محمد اشرف غني ABN ته په وروستۍ مرکه کې برسېره کړل.
د سي آی اې په پخواني مشر ډیویډ پټریس پسې، اوس د امریکا د مرکزي قوماندې نوي تقاعد شوي قوماندان جنرال فرانک مکینزي هم د دوحې تړون، د پاکستان نه مخنیوی او افغان حکومت ته د واشنګټن شا اړول، په کابل کې د جمهوریت د سقوط اصلي عوامل بللي دي..
ولسمشر غني په خپله مرکه کې، دا روایت چې ګنې دده وتلو جمهوریت وپرزاوه په لومړي ځل په تفصیل وننګاوه او ولس ته یې هغه څه وویل چې تر اوسه بشپړ ویل شوي نه و.
ولسمشر غني یادونه وکړه چې د امریکا له خوا پیسې ودرېدې، وسلې نورې نه راتلې، تخنیکي قراردادیان ټول ولاړل، او تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان خپل پیاوړی جګړه ییز ځواک یې له یوې مخې د کابل هوایي ډګر ورټول او د جګړې له ډګر نه و ایست.


