ویب ډیسک
د طالبانو حکومت وايي په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وروستي برید کې داسې مواد کارول شوي چې هرڅه یې له منځه وړي دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن د اګست په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د جولای د ۳۱ مې په سهار د امریکا په برید کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې په خپل استوګنځي کې وژل شوی دی. د امریکايي چارواکو په وینا په دې حمله کې له هیل فایر ډوله توغندي څخه کار اخیستل شوی و.
خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا د آزادۍ راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې په یوه پیغام کې لیکلي دي چې په دې برید کې له داسې موادو کار اخیستل شوی دی چې هرڅه یې له منځه وړي او د ده په وینا دوی حتی د برید په ځای کې د چا جسد هم نه دی موندلی.
متحدوایالتونو تراوسه د طالبانو د حکومت د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.


